ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو د کاپيسا د اله ساى دولتي مامورين پر مرګ ګواښلي

وسله والو د کاپيسا د اله ساى دولتي مامورين پر مرګ ګواښلي

author avatar
1 Apr 2015 - 14:41
وسله والو د کاپيسا د اله ساى دولتي مامورين پر مرګ ګواښلي
author avatar
1 Apr 2015 - 14:41

محمودراقي (پژواک، ١٢ ورى ٩٤): د کاپيسا د اله ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې وسله والو طالبانو ورته يوه اوونۍ وخت ورکړى چې دولتي دندې پرېږدي.

د يادې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې طالبانو ورته ګواښونه کړي چې له دولت سره دندې پرې نه ږدي، نو د وژلو تر څنګ به يې کورونه هم وسوځوي.

د خيرالله په نوم د اله ساى ولسوالۍ يوه اوسېدونکي چې په سيمه ييزو پوليسو کې دنده لري، پژواک اژانس ته وويل چې هره ورځ ورته د وسله والو له خوا د ټيلېفون له لارې ګواښونه کېږي.

هغه زياته کړه: ((دوى د وژلو تر څنګ د کورونو سوځولو ګواښونه هم کړي.))

د شاه اغا په نوم د يادې ولسوالۍ اوسېدونکى چې په ولسوالۍ کې دنده لري، وايي چې وسله والو په سيمه کې مېشتو ټولو دولتي کارکوونکو ته د دندو پرېښودو امر کړى دى.

د هغه په وينا: ((موږ ته يې ګواښ کړى، که دندې پرې نه ږدو، نو وبه وژل شو.))

دى وايي چې هوا ګرمېدو سره يې سيمې ته بهرني وسله وال ورغلي او خپلسري فعاليتونه کوي.

يادو اوسېدونکو له دولته وغوښتل چې په سيمه کې دې ژر تر ژره د وسله والو پر ضد چاڼيز عمليات پيل کړي.

د يادې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله پژواک اژانس ته وويل چې د لومړي ځل لپاره په دې ولسوالۍ کې دا ډول ګواښونه شوي دي.

دى وايي: ((وسله والو د ښوونځيو د ملازمينو او ښوونکو تر څنګ نورو دولتي مامورينو ته د مرګ ګواښونه کړي دي.))

د سرچينې په وينا، د دغو ګواښونو له امله دولتي مامورين وېرېدلي او کېداى شي چې ډېرى يې خپلې دندې پرېږدي.

بلخوا د کاپيسا سرپرست والي جنرال محراب الدين ساپی وايي، کېداى شي ځينو کسانو ته ګواښنه شوې وي، خو زياتوي چې دا کومه لويه ستونزه نه ده.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې اوسمهال د کاپيسا په ټولو نا امنو سيمو کې د دوى امنيتي پوستې فعالې او سرتېري پر خپلو دندو بوخت دي.

ساپى وايي، که چېرې دولتي مامورينو ته کومه ستونزه پيدا شي، نو ملي ځواکونه به ډېر ژر لاس په کار شي.

د کاپيسا امنيه قوماندان  مل پاسوال خواجه فقيراحمد صديقي وايي، دوی به په نږدې ورځو کې د ولايت په  نا امنو سيمو کې نوو پلانونو ته په پام عمليات پيل کړي او د نوي کال په مياشتو کې به د کاپيسا په ډېرو سيمو کې امنيت ټينګ کړي .

نوموړى زياتوي: ((نوي کال ته په کتو سره که دښمن عمليات کوي يا بريدونه ترسره کوي، نو ملي ځواکونه يې د مخنيوي توان لري.))

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.