ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر د همدرد استعفا نه ده منلې

author avatar
1 Apr 2015 - 16:56
author avatar
1 Apr 2015 - 16:56

کابل  (پژواک، ١٢ ورى ٩٤): د پکتيا سرپرست والي جمعه خان له خپلې دندې استعفا ورکړې، خو د ولسمشر له خوا يې استعفا نه ده منل شوې.

يوې حکومتي سرچينې چې د نوم نه اخيستو په شرط د وري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پکتيا والي جمعه خان همدرد له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

سرچينې زياته کړه چې د هغه استعفا پاڼه پرون ولسمشرۍ ماڼۍ ته رسېدلې  خو ولسمشر يې استعفا نه ده منلې.

دغه حکومتي سرچينه وايي چې ولسمشر د چارو ادارې مشر او نورو مسوولينو ته دنده سپارلې چې په دې اړه له جمعه خان همدرد سره خبرې وکړي.

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

بلخوا په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې د جمعه خان همدرد استعفا پاڼې کاپي خپره شوې ده.

دغه استعفا پاڼه چې په دري ژبه ليکل شوې، په کې د وري لسمه نېټه درج شوې ده.

همدرد په خپله استعفا کې له ولسمشر او نورو دولتي چارواکو مننه کړې چې پر يې باور کړى او ده ته يې د کار  چانس ورکړ.

خو هغه زياته کړې چې له دې وروسته غواړي د هېواد په شمال کې د خپل ولس خدمت وکړي او تنظيمي چارې پرمخ بوځي.

بلخوا د پکتيا د ولايت مرستيال عبدالولي سهي د همدرد له استعفا بې خبري وښوده.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.