ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني په کندهار کې د سوداګرو د ستونزې حل ته پلاوى ګوماري

ولسمشر غني په کندهار کې د سوداګرو د ستونزې حل ته پلاوى ګوماري

author avatar
1 Apr 2015 - 15:52
ولسمشر غني په کندهار کې د سوداګرو د ستونزې حل ته پلاوى ګوماري
author avatar
1 Apr 2015 - 15:52

کابل (پژواک، ١٢ ورى ٩٤): د کندهار ځيني سوداګر وايي، په دغه ولايت کې د تازه مېوې سوداګري د يوه کس له خوا انحصار شوې، خو ولسمشر غني ژمنه کړې چې دغه ستونزه به وڅېړي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني نن په ارګ کې د کندهار د تازه مېوې له ځينو سوداګرو سره وکتل.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، په کتنه کې حاجي سردارمحمد د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او په کندهار کې د تازه مېوې د سوداګرو پر وړاندې د پرتو ستونزو په اړه يې ولسمشر ته معلومات ورکړل.

سرچينه کاږي، د کندهار د تازه مېوې سوداګرو وويل چې په دغه ولايت کې د تازه مېوې سوداګري د يوه کس له خوا انحصار شوې چې نورو سوداګرو ته يې ستونزې پيدا کړې دي.

دوی د کندهار د سيمه ييزې ادارې او د دغه ولايت د يوه سوداګر تر منځ پر لاسليک شوي تړون نيوکه وکړه او له حکومته يې وغوښتل چې دغه تړون دې وڅېړي.

خو سرچينې د ياد شخص او د تړون په اړه معلومات نه دي په ډاګه کړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغو سوداګرو د کندهار په سيمه ييزه اداره کې د اصلاحاتو د راوستو او دوی ته د رسېدلي زيان د جبران غوښتنه وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د يادو سوداګرو د ستونزو او غوښتنو له اورېدو وروسته وويل چې د افغانستان لپاره د تازه مېوې د سوداګرۍ پراختيا يوه حياتي مسئله ده.

د ده په وينا، حکومت به هڅه وکړي چې په کندهار کې د تازه مېوې سوداګرو ته لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

ولسمشر غني د کندهار د تازه مېوې سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې يو پلاوی به وګوماري، تر څو ډېر ژر کندهار ته سفر وکړي او په دغه ولايت کې د تازه مېوې د سوداګرو ستونزې په هر اړخيز ډول وڅېړي.

خو بايد وويل شي چې د کندهار ښار په شوراندام سيمه کې د تازه مېوې يو لوى مارکېټ د مومند ګروپ له خوا پر ٥٠ جريبه ځمکه د ١٥ ميليونه ډالرو په لګښت ودان شوى چې د هېواد په کچه تر ټولو لوى او مجهز مارکېټ ګڼل کېږي.

څو ورځې وړاندې (د وري نهمه) د کندهار مېشتو سوداګرو د يوې غونډې په ترڅ کې د دغه ولايت د سوداګرۍ خونې مسوول حاجي نصرالله زهير وويل چې يو شمېر سوداګرو په کندهار ښار کې د تازه مېوې د کاروبار لپاره د نړۍ پر معيار لوى مارکېټ جوړ کړى او سلګونو کسانو ته يې په کې د کار زمينه برابره کړې ده، خو يو شمېر مغرض اشخاص د دغه راز قانوني پانګونو پر وړاندې ستونزوې جوړوي.

په دې غونډه کې سوداګرو د يوه پرېکړه ليک په صادرولو له حکومت او ولسي جرګې غوښتنه کړې وه چې د هغو اشخاصو څرګندونو ته دې ارزښت نه ورکوي چې د خپلو شخصي ګټو لپاره د پانګونې پر وړاندې خنډ ګرځي.

دغه راز دوى له حکومته وغوښتل چې د هغو کسانو د منفي رقابتونو او فعاليتونو مخنيوى وکړي چې په دغه ولايت کې د پانګه والو د قانوني پانګونې پر وړاندې ستونزې جوړوي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.