ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې ځانمرګى بريد شوى

خوست کې ځانمرګى بريد شوى

author avatar
2 Apr 2015 - 10:15
خوست کې ځانمرګى بريد شوى
author avatar
2 Apr 2015 - 10:15

دويم تعقيب _ خوست ښار ( پژواک، ١٣ ورى ٩٤ ) : په  خوست ښار کې د يوه ځانمرګي بريد له امله ١٦ تنه وژل شوي او ٤٠ نور ټپيان شوي دي.

دا بريد د وري په ١٣مه، تر غرمې مخکې په شاوخوا لسو بجو  د ولايت مقام ته څېرمه د والي د کور شاته شوى دى.

عيني شاهدان وايي چې چاودنه ډېره زوروره وه او ګڼ شمېر مړي او ټپيان يې ليدلي چې په امبولانسونو کې لېږدول کېدل .

د خوست د سرپرست والي وياند مبارزاحمد ځدراڼ د وري په ١٣مه  پژواک خبري اژانس ته وويل چې ځانمرګى بريدکوونکي پلى او د خپل واسکټ پر وسيله يې ځان ته چاودنه ورکړې 

ده .

سرچينې زياته کړه، چې په دې بريد کې ١٦ تنه وژل شوي او ٤٠ نور  ټپيان  شوي دي، چې   ټپيان د خوست بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

نوموړي دغه بريد په کلکه غندلى او دا يې د اسلام او بشريت ضد کړنه بللې ده.

ځدراڼ وويل چې ټولو امنيتي ادارو ته لارښوونه شوې چې د ياد بريد په اړه جدي څېړنې وکړي او عاملين يې د قانون منګولو ته وسپاري .

 د خوست يوې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي  پژواک ته وويل چې ياد ځانمرګى بريد د لاريون کوونکو په منځ کې شوى او  د نورو ټپيان ترڅنګ د ولسي جرګې وکيل همايون همايون هم  ټپي شوى  او اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دى.

تر دې پېښې وروسته ټول ښار تړل شوى، امنيتي ځواکونه په هر ځاى کې ليدل کېږي، دغه راز په دې ښار کې يو ځاى د والي په ملاتړ او بل ځاى د والي پر خلاف  لاريونونه روان دي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې دوى په ياده پېښه کې لاس نه لري .

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.