ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د فرخندې له لوري د قرانکريم د سوځولو ادعا بې بنسټه ده”

“د فرخندې له لوري د قرانکريم د سوځولو ادعا بې بنسټه ده”

author avatar
2 Apr 2015 - 20:01
“د فرخندې له لوري د قرانکريم د سوځولو ادعا بې بنسټه ده”
author avatar
2 Apr 2015 - 20:01

کابل (پژواک ١٣ ورى ٩٤): د حقيقت موندنې کمېسيون ويلي، که څه هم د فرخندې د وژنې انګېزه تر اوسه پورې سل په سله کې نه ده څرګنده، خو فرخنده له دې امله چې په زيارت کې يې ښځې له منکراتو منع کولې، تعويذ ليکونکو يې پر وړاندې خلک هڅولي دي.

٢٧ کلنه فرخنده د تېر کال د کب مياشتې په ٢٨ مه، د کابل شاه دوشمشېره جومات مخې ته د يو شمېر کسانو له لوري له وهلو ډبولو وروسته ووژل شوه، چې بيا يې يادو کسانو مړي ته اور ورته کړ.

خلکو ادعا کوله، چې فرخندې قرانکريم سوځولى، خو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او حقيقت موندونکي کمېسيون د قرانکريم سوځول رد کړي دي.

کمېسيون وايي، د ٩ ورځو دوامداره کار، له مکررو خبرو او شواهدو، اطلاعاتو، د کشفي او امنيتي ارګانونو له مسوولينو څخه د تحريري راپورونو، د فرخندې له کورنۍ، په سيمه کې له موجودو عيني شاهدانو او له ټولو يې مهم تر څېړنو لاندې له شکمنو کسانو سره بيا بيا ليدنې او خبرې شوې دي.

کميسيون، د فرخندې د وژنې په اړه په ټولنيزو رسنيو کې ټول شواهد، تصويرونه او وېډيوګانې هم په کره ډول څېړلي او د يادو شواهدو، اطلاعاتو او ترلاسه شويو راپورونو پر مټ په رسمي ډول اعلان کوي، چې د فرخندې له لوري د قرانکريم د سوځولو راپورونه بې بنسټه دي او د يادې ادعا د ثابتولو لپاره هېڅ شواهد او مدرک نشته.

د حقيقيت موندنې کمېسيون مشر محى الدين بلوچ په دې خبري ناسته کې وويل: “زموږ څېړنې او پلټنې څرګندوي، چې د فرخندې د قتل انګېزه، سل په سلو کې نه ده معلومه، خو حقيقت داسې دى، چې هغې د شاه دو شمشېره جومات مراجعين چې ډېرى يې ښځې دي، هغوى له منکراتو، لکه زيارت ته سجده، د جنډو مچو کول او د تعويذونو له اخيستو منع کول، چې تر ډېره ياده موضوع د دې لامل شوې، چې په زيارت کې حاضر تعويذ ليکونکي او متوليان هغه د قرانکريم پر سوځولو تورنه کړي او پر وړاندې يې خلک وهڅوي.”

هغه زياته کړه، چې دغه څېړنې د هغو وېډيوګانو له لارې، چې د ټولنيزو رسنيو (فېسبوک) له لارې خپرې شوې او په دغه اړه شته راپورونه او د هغې له کورنۍ سره د اړيکې له مخې چمتو شوې دي.

د حقيقت موندنې کمېسيون، چې د عالمانو شورا، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، ملي شورا، مدني ټولنې او د بشرحقونو د خپلواک کمېسيون له غړو جوړ دى، په خپله ٨ ماده ييزه پرېکړه ليک کې ويلي، چې د مېرمن فرخندې شخصيت او پخوانۍ کړنې، په ځانګړي ډول د هغې لوړې زده کړې او ديني اعتقادات په څرګند ډول څرګندوي، چې هغه يوه فعاله دعوت کوونکې، متدينه او د قرانکريم قاري وه او د قرانکريم سوځول د هغې له شخصيت او اعتقاد سره په بشپړ ډول په تضاد کې دي.

د پرېکړه ليک په بل بند کې راغلي، داسې کوم ثبوت او مدرک نشته، چې ګنې د هغې په قتل کې دې کوم مولوي او ديني عالم لاس ولري. برعکس د يادې قضيې په اړوند چې کوم شکمن کسان نيول شوي، ډېرى يې بېسواده دي او قرانکريم نه شي تلاوت کولى.

دغه راز کوم ثبوت او مدرک نشته، چې وښيي چې دا پېښه ګنې له وړاندې سازمان شوې وه.

د کمېسيون معلومات څرګندوي، چې په ياده پېښه کې د پوليسو کړنې د قانون د پلي کوونکو په توګه له دوه ګوني پايلو سره مخامخ وې.

پوليسو د پېښې په پيل کې د عامه نظم په ټينګښت او د فرخندې په ساتلو کې ښه عمل تر سره کړ او د وروستيو خوځښتونو او تاوتريخوالي له امله پوليسو د عمل ابتکار له لاسه ورکړ او د فرخندې په ساتلو کې پاتې راغلل.

کمېسيون وايي، د پېښې د عاملانو او مسببينو د نيولو په اړه هم سم اجراات نه دي شوي او چټکي نه ده شوې؛ دا کار د دې لامل شوى چې ځينې اشخاص او افراد چې بالفعل او هغه چې په تحريک يې کې فعاله ونډه درلوده، پټ شوي او تښتېدلي دي.

دا موضوع تېره ورځ د ملي امنيت په شورا کې د کمېسيون له خوا مطرح شوه او د ملي امنيت شورا د کورنيو چارو وزارت او ملي امنيت رياست ته لارښوونه وکړه، چې تښتېدلي مجرمين ونيسي او د قانون منګولو ته يې دې وسپاري؛ همدرانګه لويې څارنوالۍ ته لارښوونه وشوه، چې د تورنو دوسيو ته دې په پام سره ډېر ژر د تورنو د قضيو په اړه دعوه اقامه کړي.

د حقيقت موندونکي کمېسيون موندنې څرګندوي، چې د پېښې زماني واټن (له لفظي شخړې د فرخندې تر وژنې) په کره توګه معلوم نه دى، خو وروستي شواهد څرګندوي، چې له وهلو ډبولو څخه د هغې تر وژنې پورې شاوخوا ٢٥ دقيقي وتلې دي.

د ياد شوي کمېسيون مشر وويل، چې د دوى پلټنې پاى ته رسېدلې او اوس په عدلي او قضايي ارګانونو پورې اړه لري، چې د قضيې په تړاو څه پرېکړه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کورنيو چارو وزارت د فرخندې د وژنې په تړاو د نيول شوو ٢٨ شکمنو دوسيې د وري په اتمه په رسمي توګه د وروستيو کړنو لپاره لويې څارنوالۍ ته سپارلې او د دويمې امنيتي حوزې د امر په ګډون يې ١٩ پوليس هم په دنده کې د ناغېړۍ له امله ګوښه کړي او څېړنې ورڅخه روانې دي.

د ولسي جرګې استازې او د حقيقت موندونکي کمېسيون غړې فوزيې کوفي په دې خبري غونډه کې وويل، چې د معافيت فرهنګ په پايله کې دا ډول قضيې رامنځته کېږي او که چېرته د نجيبې د صحرايي وژنې جدي پلټنه شوې وى، نن به فرخنده دا ډول نه وژل کېده.

نجيبه هغه ښځه وه، چې دوه کاله وړاندې د پروان په غوربند دره کې د زنا په تور د وسله والو مخالفينو له خوا په ډزو ووژل شوه، چې د مدني ټولنو او بشري حقونو په لسګونو فعالان د دې پېښې په غبرګون کې د کابل سړکونو ته راووتل او د نجيبې د وژنکو ته يې د جزا غوښتنه وکړه.

حقيقت موندونکي کمېسيون د فرخندې د وژنې قضيې د څېړنې په مناسب ځينې وړانديزونه هم  کړي دي. 

په دې وړانديزونو کې له عالمانو او ټولنيزو فعالانو غوښتنه شوې، چې په ګډه په راتلونکي کې د ورته ناوړو پېښو مخنيوى وکړي. همدارنګه ځينې مدني ټولنې دې د فرخندې له پېښې ناوړه استفاده نه کوي او کشفي او عدلي ارګانونه دې د پېښې د نيول شوو ترڅنګ نور پټ عاملين هم په دقت او سرعت سره ونيسي.

کمېسيون په وړانديزونو کې له خلکو غوښتنه کړې، چې له کشفي ارګانونو سره دې د عاملينو په پېژندلو او نيولو کې مرسته وکړي او عدلي او قضايي ارګانونه دې د عدالت په پلي کول سره له يوې خوا د فرخندې د کورنۍ حق ورکړي او له بلې خوا دې په دې اړه د خلکو پيدا شوو اندېښنو ته ځواب ووايي.

د ويلو ده چې د فرخندې وژنه په هېواد دننه او بهر  پراخه غبرګونونه درلودل او خلکو په ګڼو لاريونونو کې غوښتنه کوله، چې د پېښې عاملان دې په دار وځړول شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.