ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست د پېښې دوو ټپيانو ساه ورکړې

د خوست د پېښې دوو ټپيانو ساه ورکړې

author avatar
3 Apr 2015 - 11:51
د خوست د پېښې دوو ټپيانو ساه ورکړې
author avatar
3 Apr 2015 - 11:51

خوست ښار (پژواک، ١٤ ورى ٩٤): د خوست ښار په ځانمرګي بريد کې د دوو قومي مشرانو په ګډون ٢٠ کسان وژل شوي او ٦٢ نور ټپيان دي.

دغه بريد پرون (د وري ١٣مه) له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د ولايت مقام ته څېرمه د سرپرست والي د کور شا ته شوى دى.

د کورنيو چارو وزارت ويلي وو چې په دغه بريد کې ١٧ کسان وژل شوي او ٣٧ نور ټپيان دي.

خو د خوست د سرپرست والي وياند مبارزاحمد ځدراڼ نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې ١٨ تنه وژل شوي او ٦٤ نور ټپيان وو خو تېره شپه دوو ټپيانو د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې او د پېښې د مړو شمېر شلو کسانو ته ورسېد.

د خوست د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال ګل محمد پژواک ته وويل چې په مړو کې د تېرې دورې د ولايتي شورا ټاکنو کانديد خان زمان او قومي مشر شېر نواز حقمل او د ولسي جرګې د وکيل همايون همايون ځيني ساتونکي هم شامل دي.

هغه زياته کړه چې همايون هم په دغه ځانمرګى بريد کې ټپي شوى او د درمنلې لپاره په چورلکه کې کابل ته وړل شوي دى.

د پوليسو دغه چارواکى وايي چې په مړو او ټپيانو کې يو شمېر ماشومان او د ولايتي شورا د ټاکنو د تېرې دورې ځيني غړي هم شامل دي.

د ولايتي روغتون چارواکي په دې اړه له څه ويلو ډډه کوي.

له دې پېښې وروسته پرون ټول ښار تړل شوى و، امنيتي ځواکونه په هر ځاى کې ليدل کېدل، دغه راز په ښار کې يو ځاى د سرپرست والي عبدالجبار نعيمي په ملاتړ او بل ځاى د هغه پر خلاف لاريونونه روان وو.

د خوست يوې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي پژواک ته وويل چې ياد ځانمرګى بريد د سرپرست والي په خلاف د لاريون کوونکو په منځ کې شوى دى.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې دوى په ياده پېښه کې لاس نه لري.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.