پل علم (پژواک، ١٤ ورى ٩٤): د لوګر ولايت په بره کي برک ولسوالۍ کې د ماين چاودنې د يوې کورنۍ اووه غړي وژلي دي.
د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه مهال د بره کي برک ولسوالۍ د شېر دروازه په سيمه کې د سړک غاړې ماين چاودنې د يوې کورنۍ اووه غړي وژلي دي .
هغه وايي چې دغه چاودنه وروسته له هغه رامنځته شوه چې د يادې کورنۍ غړي په کرولا موټر کې خپل کور ته پر لاره وو.
د هغه په وينا، په وژل شوو کې دوه سړي، يوه ښځه او څلور ماشومان شامل دي.
د بره کي برک ولسوال محمد رحيم امين وايي چې دغه کورنۍ د دې ولسوالۍ د ده شيخ په سيمه کې اوسېده.
د ده شيخ سيمې يوه اوسېدونکي عبيدالله وويل چې د صميم په ګډون د کورنۍ ټول غړي يې د ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.
تر اوسه د دې چادونې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
دا په داسې حال کې ده چې د يوناما په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي چې په ٢٠١٤ زېږديز کال په افغانستان کې نږدې ٣٧٠٠ ملکي وګړي وژل شوي او ٦٨٥٠ ټپيان شوي چې د ٢٠١٣ کال په پرتله په سلو کې ٢٢ زياتوالى ښيي.
په ياد راپور کې زياته شوې چې د دې مرګ ژوبلو زياتره عاملين د دولت وسله وال مخالفين دي خو وسله وال مخالفين دغه راپور مبالغه بولي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن