ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکتر عبدالله: د فرخندې له وژونکو سره به قانوني چلند وشي

ډاکتر عبدالله: د فرخندې له وژونکو سره به قانوني چلند وشي

author avatar
3 Apr 2015 - 10:47
ډاکتر عبدالله: د فرخندې له وژونکو سره به قانوني چلند وشي
author avatar
3 Apr 2015 - 10:47

کابل (پژواک، ١٤ ورى ٩٤): د حکومت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله د فرخندې له کورنۍ سره ژمنه وکړه چې د فرخندې له قاتلينو سره به قانوني چلند وشي.

٢٧ کلنه فرخنده د تېر کال د کب مياشتې په ٢٨مه د کابل د شاه دوشمشېره جومات مخې ته د يو شمېر کسانو له لوري له وهلو ډبولو وروسته ووژل شوه چې بيا يې يادو کسانو مړى هم وسوځاوه.

خلکو ادعا کوله چې فرخندې قرانکريم سوځولى، خو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او حقيقت موندونکي کمېسيون د قرانکريم سوځول رد کړي  او فرخنده يې بېګناه بللې ده.

د حکومت اجرائيه مشر ډاکتر عبدالله او د حقيقت موندنې کمېسيون غړو نن سهار د فرخندې کور ته ورغلل او د هغې له کورنـۍ سره يې له نږدې خبرې وکړې.

د فرخندې پلار انجنير نادر ملک زاده وويل چې ملت ورسره په دغه غم کې ځان شريک بللى، خو له امنيتي پلوه ستونزې لري، بايد امنيت يې تامين شي.

هغه زياته کړه: ((لوڼې او لمسيان مې مکتب ته ځي، زه ډارېږم چې دا څوک اختطاف نه کړي هيله لرم چې حکومت زموږ د امنيت لپاره يو څه اقدام وکړي.))

عبدالله وويل چې د فرخندې د کورنـۍ د امنيت په برخه کې به لازم اقدام وکړي او د هغې له قاتلينو سره به قانوني چلند وشي.

هغه زياته کړه: ((دولت مسووليت لري چې پر خپل وخت او په سمه توګه دې قضيي ته رسېدنه وکړي.))

عبدالله د فرخندې له کورنۍ مننه وکړه چې له دې قضيې سره يې په زغم چلند کړى؛ ځکه که له دې قضيې سره احساساتي چلند شوى واى، نو ډېرې لويې نورې قضيې به پيدا شوې وې.

د حقيقيت موندنې کمېسيون مشر محى الدين بلوچ وويل چې په ياده سيمه کې د قران کريم د سوځولو هېڅ ډول نښې نښانې نه ليدل کېږي او فرخنده بې ګناه وه.

هغه زياته کړه: ((زموږ موندنو وښوده چې قران کريم هلته نه دى سوځول شوى او هغه اسلامي زده کړه چې فرخندې درلوده هېڅ عقل دا نه مني چې فرخنده دې قران کريم وسوځوي.))

تېره ورځ ولسمشر اشرف غني د فرخندې له کورنۍ (پلار، مور او وروڼو) سره په ارګ کې  هم وکتل او ويې ويل: "هېڅ ډول کلمې دغه لوى غم نه شي کمولى، خو دولت به د عدالت د ټينګښت لپاره ټول اړين ګامونه پورته کړي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.