ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ولايت مقام د ځانمرګي بريد څېړنې ته پلاوى وغوښت

د خوست ولايت مقام د ځانمرګي بريد څېړنې ته پلاوى وغوښت

author avatar
4 Apr 2015 - 12:53
د خوست ولايت مقام د ځانمرګي بريد څېړنې ته پلاوى وغوښت
author avatar
4 Apr 2015 - 12:53

خوست ښار (پژواک، ١٥ ورى ٩٤): د خوست ولايت مقام له مرکزي دولته غواړي چې د تېرې اوونۍ د ځانمرګي بريد د څېړنې لپاره دې يو با صلاحيته پلاوى ور ولېږي.

ياد ځانمرګی بريد تېره اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د خوست د سرپرست والي عبدالجبار نعيمي پر ضد پر لاريون وشو چې لږ تر لږ ۲۲ کسان په کې ووژل شول او تر ۶۰ ډېر  نور ټپيان وو.

په ټپيانو کې د ولسي جرګې غړی او د دې جرګې د دفاعي کمېسيون مشر همايون همايون هم شامل دی چې له ګڼو نورو ټپيانو سره يو ځای د درملنې لپاره د چورلکو په وسيله کابل ته ولېږدول شو.

د ولسي جرګې يوه غړي کمال ناصر اصولي او د خوست د ولايتي شورا يو شمېر غړو له ځينو مدني ټولنو سره پرون په يوه خبري کنفرانس کې د ځانمرګي بريد د عاملينو د نيولو او محاکمې غوښتنه وکړه.

اصولي د يا بريد مسووليت پر سرپرست والي نعيمي او د هغه د ډلې پر غاړو واچاو.

هغه وويل: ((د خوست سرپرست والي عبدالجبار نعيمي نه يواځې په اداري فساد او د ځمکو په غصب کې لاس لري، بلکې له تروريستانو سره هم ژورې اړيکې لري.))

خو د خوست ولايت مقام له خوا د وري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې يو ځل بيا ياد  بريد پر کلکو ټکو غندل شوى دى.

سرچينې زياته کړې، خوست ولايت مقام دغه بريد د افغانستان په کچه يوه ملي غميزه ګڼي چې له امله يې ګڼ شمېر کورنۍ د غم په ټغر کېناستې.

د ولايت مقام په ولسي جرګه کې د خوست ولايت  وکيل کمال ناصر اصولي  او د ولايتي شورا ځينو وکيلانو هغه څرګندونې په کلکه رد کړې چې ګواکې سرپرست والي په ياد بريد کې لاس لري.

سرچينې زياته کړې، دا ډول څرګندونې په دې حساسو امنيتي شرايطو کې چې هره ورځ د هېواد په ګوټ ګوټ کې د همدغه تروريستي بريدونو له امله په لسګونو بې ګناه وګړو ته مرګ ژوبله اوړي د هېواد او خاورې د دښمنانو پر ګټه او د نظام پر ضد ګڼي.

د خوست ولايت مقام له مرکزي حکومته غوښتنه کړې چې د شوې پېښې د هر اړخيزې څېړنې او پلټنې لپاره يو باصلاحيته پلاوى دغه ولايت ته ور ولېږي څو رامنځته شوى وضعيت په هر اړخيزه توګه وڅېړي او دا معلومه کړي چې د پېښې عاملين څوک دي او چا په دې برخه کې غفلت کړى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي،  په خوست ولايت کې ظاهراً د مدني حرکت تر نوم لاندې له پيل شوي حرکت څخه يوه ورځ وړاندې ولايت مقام د خوست ټولو ولسونو ته د لوړو امنيتي
تهديدونو د شتون په اړه بېړنۍ اعلاميه خپره کړه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.