ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

موسى زى: د افغانستان او پاکستان تر منځ ستونزه تعريف شوې

موسى زى: د افغانستان او پاکستان تر منځ ستونزه تعريف شوې

author avatar
4 Apr 2015 - 16:32
موسى زى: د افغانستان او پاکستان تر منځ ستونزه تعريف شوې
author avatar
4 Apr 2015 - 16:32

کابل (پژواک، ١٥ ورى ٩٤): په اسلام اباد کې د افغانستان سفير جانان موسى زى وايي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ شته ستونزه تعريف شوې او اوس د دې ستونزې د هواري لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت له خوا د وري په ١٥مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان سفير جانان موسى زي دغه څرګندونې د افغان ژورنالېستانو له يوې ډلې سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

د افغانستان د ځينو رسنيو د استازو په ګډون يوه ډله په دې وروستيو کې پاکستان ته تللې او د دغه هېواد له ځايي چارواکو سره يې هم ليدلي دي.

موسى زي افغان ژورنالېستانو ته د هرکلي ويلو ترڅنګ وويل چې رسنۍ د دواړو هېوادونو د اړيکو په ښه والي او پياوړي کولو کې مهم رول لوبولى شي.

ده دواړو هېوادونو ته د خبريالانو پر تګ راتګ خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې رسنۍ د هېوادونو ولسونه سره نږدې کوي.

هغه زياته کړه چې افغانستان او پاکستان له ګډو ننګونو سره مخ دي، خو ګډ فرصتونه هم لري، چې بايد ترې ګټه واخيستل شي.

جانان موسى زي ويلي: ((د افغانستان او پاکستان تر منځ ستونزه تعريف شوې او اوس د دې ستونزې د هواري لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.))

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د افغانستان ژورنالېستانو له جانان موسي زي مننه وکړه  چې تل يې د افغانستان د ستونزو د هواري لپاره هلې ځلې کړې دي.

دوى د افغانستان د سولې په پروسه کې د افغانستان د سفير هڅې وستايلې او ويې ويل چې د دوى هڅې  به ښې پايلې ولري.

د افغانستان سفير جانان موسى زي هيله څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو د رسنيو تر منځ همکاري پراخه شي او په راتلونکي کې دا ډول سفرونه ادامه پيدا کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.