ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د کرکټ ميليون جام سيالۍ پيلېږي

په کابل کې د کرکټ ميليون جام سيالۍ پيلېږي

author avatar
4 Apr 2015 - 11:08
په کابل کې د کرکټ ميليون جام سيالۍ پيلېږي
author avatar
4 Apr 2015 - 11:08

کابل (پژواک، ١٥ وری۹۴): په کابل کې د لوبه کرکټ کلب ( اېل سي سي) له لوري د افغانستان کرکټ بورډ په همکارۍ د اتو پياوړو لوبډلو تر منځ د کرکټ ميليون جام سيالۍ پيلېږي.

د دغو سياليو مطبوعاتي مسوول محمد واصل وصال د وري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه سيالۍ د راتلونکې جمعې په ورځ (د وري ٢١مه) د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې پيلېږي .

هغه زياته کړه چې په دغو سياليو کې د هېواد د مرکز او بېلابېلو زونونو اته لوبډلې برخه اخلي او  اته ورځې به دوام وکړي.

دى وايي چې د ميليون جام سيالۍ به د شمشاد تلوېزيون له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

وصال وويل چې د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې او ١٩ کلنو ډېرى لوبغاړي په دغو سياليو کې برخه اخلي او په بېلابېلو لوبډلو کې وېشل شوي دي.

د نوموړي په وينا، د  ننګرهار غازيانو لوبډله د کريم خان صادق، د اېن اېف سي ټايګر لوبـډله د حميدحسن، د پکتيا مشران د نوروز منګل، د داوي اتلان د محمدنبي عيسی خېل، د ايرو بازان د مېرويس اشرف، د کندهار شاهان د ناصر جمال، د افغان رنجرز د صميم سلطاني او المصافي ټايګرز  لوبډله د نورالحق ملکزي په مشرۍ لوبه کوي.

دى وايي چې دا لوبډلې پر دوو ګروپونو وېشل شوې دي او د پاىلوبې په ګډون به د دغو سياليو پر مهال ١٥ لوبې ترسره شي.

د لوبه کرکټ کلب مسوول زراب شاه ظهير وايي چې دوى درې کاله مخکې د ميليون جام سيالۍ پيل کړې دي او تر اوسه په برياليتوب روان دي.

هغه زياتوي چې تر دې مخکې لومړى پړاو سيالۍ د کابل په زرملوال خصوصي لوبغالي، دويم يې د کابل په نړيوال لوبغالي او درېيم يې هم دا دى د کابل په نړيوال لوبغالي کې پيلېږي.

نوموړی ډاډ ورکوي چې د سياليو ترسره کېدو پر مهال په ټولو برخو کې پوره تدابير نيول شوي او هڅه کوي چې د ميليون جام سياليو درېيم پړاو هم په ښه توګه ترسره شي.

ظهير د افغانستان له کرکټ بورډ څخه مننه وکړه چې د دغو سياليو په ترسره کولو کې يې ورسره تخنيکي مرستې کوي.

د هغه په وينا، د کرکټ بورډ ورته نړيوال لوبغالى په واک کې ورکړى، لوبڅاران او د لوبې نور تخنيکي کسان يې ورته ګومارلي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.