ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې چادنې لس کسان ټپيان کړل

په کندوز کې چادنې لس کسان ټپيان کړل

author avatar
4 Apr 2015 - 15:03
په کندوز کې چادنې لس کسان ټپيان کړل
author avatar
4 Apr 2015 - 15:03

کندوز(پژواک، ١٥ ورى ٩٤): په کندوز ښار کې پر يوه بايسکل د ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنې د يوه پوليس افسر په ګډون لس کسان ټپيان کړل.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه نن (د وري ١٥مه) سهار هغه مهال په زير دوره سيمه کې رامنځته شوه چې يو پوليس افسر په خپل شخصي کرولا موټر کې له کوره دندې روان و.

نوموړي زياته کړه چې په دې پېښه کې د پوليس افسر موټر په بشپړه توګه ويجاړ شوى او د دوو پوليس منسوبينو په ګډون لس تنه ټپيان شوي دي.

هغه په ډاګه کړه چې ښوونځي ته روانه يوه وړه نجلۍ هم  ټپي شوې ده.

د حسيني په خبره، ټول ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي، خو د يوه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ و.

د پېښې يو عيني شاهد او هټيوال رحمت پژواک ته وويل ، له چاودنې وروسته ټول هټيوال د پېښې ځاى ته ولاړل. هغه زياته کړه: ((يو شخصي کرولا موټر په بشپړه توګه سوځېدلى و او لس تنه نور ژوبل وو چې د پوليسو له لوري روغتون ته ولېږدول شول.))

هغه زياته کړه چې ټپي شوى افسر د کندوز ولايت د امنيې قوماندانۍ د روغنياتو امر دى او په ټپي شوو کې يو پوليس سرتېرى هم شامل دى.

امنيتي چارواکي وايي چې چاودونکي توکي پر يوه بايسکل کې ځاى پر ځاى شوي وو او د ريموټ په وسيله له لرې چاودنه ورکړل شوې.

د پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.