ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پشترود جګړې درنه مرګ ژوبله اړولې ده

د پشترود جګړې درنه مرګ ژوبله اړولې ده

author avatar
5 Apr 2015 - 12:36
د پشترود جګړې درنه مرګ ژوبله اړولې ده
author avatar
5 Apr 2015 - 12:36

فراه (پژواک، ١٦ ورى ٩٤): چارواکي وايي، د فراه د پشترود په نښته کې چې تېره شپه پاى ته رسېدلې، ١٥ طالبان، پنځه پوليس او يو ملکي وګړى وژل شوي او لسګونه تنه ټپيان دي.

د پشترود ولسوال غوث الدين نن پژواک خبري اژانس ته وويل سلګونو وسله والو مخالفينو وړمه  شپه د دې ولسوالۍ په "مساو او خرابه" کليو کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه پيل کړل.

دى وايي چې په يادو کليو او شاوخوا سيمو کې د تېرې شپې تر شاوخوا نهو بجو سختې نښتې روانې وې، خو وروسته وسله والو مخالفينو سيمه پرېښوده او جګړه پاى ته ورسېده.

د ولسوال د معلوماتو له مخې، په دې نښتو کې د مساو کلي امام، يو ملي پوليس او څلور سيمه ييز پوليس  وژل شوي او د وسله والو طالبانو ١٥ مړي د جګړې پر ډګر پاتې دي.

دى وايي کېداى شي د طالبانو د وژل شويو کسانو شمېر تر دې هم ډېر وي.

د ده په وينا، په يادو نښتو کې ١٢ سيمه ييز پوليس، پنځه ملکي وګړي او لسګونه وسله وال مخالفين ټپيان شوي دي.

ولسوال وويل چې پنځه ملکي وګړي مساو ته څېرمه د "چين" په کلي کې د هوايي بريد له امله ټپيان شوي دي.

هغه په داسې حال کې چې وايي نه پوهېږي دغه هوايي بريد د کومو ځواکونو له خوا شوى، زياتوي چې په دغه بريد کې په سهوې سره ملکي خلک په نښه شوي دي.   

د چين اوسېدونکى لعل محمد هم يو له يادو ټپيانو دى.

هغه د فراه په ولايتي روغتون کې پژواک ته وويل چې په دې هوايي بريد کې دى، يوه ښځه، يو ماشوم او دوه سړي ټپيان شوي دي.

په يادو نښتو کې يو تن ټپي شوى سيمه ييز پوليس محمد ناصر چې دا مهال د فراه په ولايتي روغتون کې تر درملنې لاندې دى، وايي چې له وړمې شپې راهيسې په يادو نښتو کې ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه وايي د مرګ ژوبلې کره شمېره ورسره نشته، خو ده ليدلي چې د نښتو پر مهال له دواړو لوريو ډېر مړي او ټپيان د يادو کليو پر لارو او کوڅو کې پراته وو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.