ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محصلين د کابل پوهنتون د شپې پوهنځيو پر رخصتۍ نيوکه کوي

محصلين د کابل پوهنتون د شپې پوهنځيو پر رخصتۍ نيوکه کوي

author avatar
5 Apr 2015 - 11:22
محصلين د کابل پوهنتون د شپې پوهنځيو پر رخصتۍ نيوکه کوي
author avatar
5 Apr 2015 - 11:22

کابل (پژواک، ١٦ ورى ٩٤): د کابل پوهنتون د شپې پوهنځي د استادانو د څلور مياشتنۍ تنخوا د نه ورکړې له امله له دوو اوونيو راهيسې رخصت شوي دي.

د کابل پوهنتون نوى تحصيلي کال د کانکور پايلو له اعلان وروسته د روان کال د وري په درېيمه نېټه پيل شوى، خو د دغه پوهنتون د شپې پوهنځيو درسونه تر اوسه نه دي پيل شوي.

د کانکور پايلې څرګندوي چې په ١٣٨٤ کال کې د هېواد په کچه د دوولسمو ټولګيو له ٢٢٠ زره فارغينو څه باندې ١١٨ زره د لوړو زده کړو، نيمه لوړو زده کړو او خصوصي تحصيلي موسسو ته بريالي شوي او ١١٠ زره نور بې پايلې پاتې دي.

شاوخوا اته زره ښځينه او نارينه محصلين د کابل پوهنتون د ادبياتو، اقتصاد، ژورناليزم، حقوقو، ځمکې پېژنې او کمپيوټر ساينس شپې پوهنځيو کې تنظيم شوي، خو دغه پوهنځي رخصت دي.

محصلين وايي چې د دغه کار لامل د استادانو د تېرو درېيو مياشتو ( ليندۍ-کب) د تنخواوو نه ورکړه ده او نيوکه کوي چې يو وزارت بل وزارت په دې چاره کې ملامتوي او د دوى د ستونزو د حل غم ورسره نشته.

د کابل پوهنتون د ارواپوهنې پوهنځي د لومړي کال زده کړياله منيژه مرسل وايي دا چې استادانو ته تنخوا نه ورکوي، له دې سره څه تړاو لري، دا له استادانو سره د وزارت ستونزه ده. بايد د محصلينو راتلونکى په دې کار سره خراب نه کړي او ژر يې ستونزه حل کړي.

هغې پژواک خبري اژانس ته وويل: ((هېڅوک هم زموږ د برخليک په کيسه کې نه دي، هره شېبه مو چې بې ځايه ځي، زموږ تحصيلي ژوند ته يو لوى ګوزار دى.))

د همدغه پوهنتون د ټولنپوهنې او فلسفې پوهنځي څلورم کال د دويم سمستر محصل حسيب الله الهام هم وويل: ((موږ د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه شکايت لرو، که چېرې موږ له ټاکلې مودې يوه ورځ هم خپل فيس ناوخته ورکړو، نو حاضري مو قيدوي.))

هغه زياته کړه، کله چې پوهنتونونه د محصلينو د فيس په اخيستنه کې دومره بېړه کوي، نو ولې د محصلينو درسونه رخصتوي؟ دا ستونزه د لوړو زده کړو وزارت او استادانو تر منځ ده، خو زيان يې محصلينو ته رسېږي.

استادان وايي چې ستونزه په محاسباتي سيستم کې ده، کلونه وړاندې د شپې پوهنتونونو د استادانو تنخواګانې په عادي بوديجه کې وې، خو سږ کال يې دا سيستم په پراختيايي بوديجه پورې تړلى او د استادانو تنخواوې په نورو برخو کې لګول کېږي.

د کابل پوهنتون د ارواپوهنې استاد سيداحمدشاه شريفي او د افغانستان د ارواپوهانو ټولنې مشر سيداحمدشاه شريفي وويل چې په دې وروستيو کې د کابل پوهنتون، طبي پوهنتون او کابل پوليتخنيک پوهنتون يو شمېر استادانو د ولسمشر له دويم مرستيال سرور دانش سره وليدل چې د هغه د هڅو په پايله کې يې د دوو مياشتو تنخوا ترلاسه کړه، خو د څلورو نورو مياشتو پاتې ده.

 دغه استاد زياته کړه چې د لوړو زده کړو سرپرست وزير محمدعثمان بابري ژمنه کړې چې د دې ستونزې په حل کې به ولسمشر سره خبرې وکړي، خو تر اوسه په دې برخه کې اقدام نه دى شوى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.