ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې دوه سوه بستريز روغتون جوړېږي

پروان کې دوه سوه بستريز روغتون جوړېږي

author avatar
5 Apr 2015 - 16:11
پروان کې دوه سوه بستريز روغتون جوړېږي
author avatar
5 Apr 2015 - 16:11

چاريکار( پژواک،١٦ ورى ٩٤): د پروان په مرکز چاريکارو کې د پنځو ميليونو امريکايي ډالرو په لګښت دوه سوه بستريز روغتون جوړېږي.

د دغه روغتون د بنسټ ډبره نن د پروان د مرکز اړوند په  "جنګل باغ" سيمه کې د عامې روغتيا وزير ډاکټر فېروزالدين فېروز له خوا کېښودل شوه.

د عامې روغتيا وزير وويل چې د روغتون دغه دوه پوړيزه ودانۍ  په څلور سوه متره مربع ځمکه کې په درېيو کلونو کې جوړېږي او لګښت يې د عامې روغتيا وزارت له پراختيايي بوديجې څخه ورکول کېږي.

هغه وويل چې دغه روغتون به په اړينو وسايلو تجهيز او د داخلې، جراحۍ،ارتوپيډي، ماشومانو او نسايي ولادي په  برخو کې  فعاليت کوي.

دى وايي چې له دې روغتون څخه به د پروان او شاوخوا ولايتونو خلک ګټه پورته کوي.

د عامې روغتيا وزير وايي پلان لري چې په پروان کې د روغتيايي کلينيکونو شمېر ډېر او په اړينو وسايلو تجهيز شي.

د پروان د عامې روغتيا مشر ډاکټر محمدقسيم سعيدي، د ياد روغتون په جوړېدو خوښي څرکنده کړه او دغه کار يې په دې ولايت کې د روغتيايي چوپړ د وړاندې کولو په برخه کې غوره اقدام وباله.

د هغه د معلوماتو له مخې، دا مهال د پروان په مرکز کې يو سل بستريز ولايتي روغتون او په ولسواليو کې اته شل بستريزه روغتونونه فعاليت لري.

دى وايي چې په پروان کې دا مهال ټولټال ٧٠ روغتيايي کلينيکونه هم فعاليت کوي.

په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازي صديق احمد عثماني هم د ياد ٢٠٠ بستريز روغتون د بنسټ ډبرې اېښودو په مراسمو کې د دې روغتون پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه.

هغه وويل چې سل بستريز ولايتي روغتون شاوخوا شل کاله مخکې جوړ شوى او د نفوس زياتوالي ته په پام اړينه وه چې بل روغتون جوړ شي.

دى وايي چې د نوي روغتون په جوړېدو سره به د پروان د خلکو ډېرې روغتيايي ستونزې حل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.