ګردېز (پژواک، ١٦ ورى ٩٤): د پکتيا چارواکي وايي چې په احمدخېلو ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د ماين په چاودنه کې درې محلي پوليس وژل شوي دي.
د احمدخېلو ولسوال عيد محمد احمدزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه نن له غرمې مخکې نهه بجې ددې ولسوالۍ د حسن خېلو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
احمدزي وويل چې په چاودنه کې د محلي پوليسو يو قوماندان يارخان له دوو نورو پوليسو سره وژل شوى دى.
وژل شوي کسان ټول د يوې کورنۍ غړي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، پوليس په سراچه ډوله موټر کې سپاره وو چې پر ماين وربرابر شول.
د حسن خېلو اوسېدونکى اجمير ګل وايي چې له وژل شوو پوليسو سربېره د هغوى د کورنۍ دوه نور غړي هم ټپيان شوي چې په موټر کې سپاره وو.
طالبانو ددې پوليسو د وژلو مسووليت منلى دى.
په احمدخېلو ولسوالۍ کې له تيرو درېيو کلونو راهيسې محلي پوليس جوړ شوي او وخت ناوخته پرې دا ډول چاودنې او بريدونه ترسره کيږي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن