ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حيرتان بندر سوداګرو حکومت پر دوه ګوني چلند تورن کړ

د حيرتان بندر سوداګرو حکومت پر دوه ګوني چلند تورن کړ

author avatar
6 Apr 2015 - 16:22
د حيرتان بندر سوداګرو حکومت پر دوه ګوني چلند تورن کړ
author avatar
6 Apr 2015 - 16:22

مزارشريف (پژواک، ۱۷ وری ۹۴): د حيرتان بندر سوداګر وايي، چې که حکومت له دغه بندر سره خپل چلند سم نه کړي، ښايي په نږدې راتلونکي کې يې له لارې سوداګري په ټپه ودرېږي.

د دغه بندر ځينو سوداګرو دغه څرګندونې د وري په ۱۷مه د بلخ د سوداګرۍ خونې له مسوولينو سره په ګډه خبري ناسته کې رسنيو ته وکړې.

دوی ويل، له تېر يونيم کال څخه حکومت له حيرتان بندر سره د هېواد د نورو بندرونو په پرتله دوه ګونی چلند کوي او همداراز په دې وروستيو کې يې په عمومي توګه د ځينو سوداګريزو مالونو تعرفې لوړې کړې چې ورته د منلو وړ نه دي.

په يادې خبري ناسته کې د محب سوداګريز شرکت مسوول اسدالله پژواک خبري اژانس وويل چې له تېرو دوو کلونو يې سوداګريزې چارې ډېرې  ټکنۍ شوې دي.

نوموړي زياته کړه، دغه شرکت د خوراکي لومړنيو توکو، اوړو او سيخونو په برخه کې واردات کول چې له تېرو څو مياشتو يې کاروبار يواځې د سيخونو وارداتو ته رامحدود شوى دى.

د هغه په وينا، په حيرتان بندر کې د حکومت ټولې چارې قانوني ترسره کېږي، د قاچاق او د تعرفې د ماليې نه ورکولو هېڅ پلمه نه شته؛ خو د هېواد په نورو بندرونو کې سوداګر قاچاق کوي او د تعرفې د ماليې په ورکړه کې هم له اداري فساد څخه کار اخلي.

نوموړي همداراز په وروستيو کې د حکومت له خوا د سوداګريزو توکو د تعرفې له لوړوالي هم شکايت وکړ چې دغه کار د سوداګرو په خوښه نه دى شوى.

د عادل هارون شرکت استازي محمدشريف چې په ياده خبري ناسته کې يې برخه لرله پژواک ته وويل چې په حيرتان بندر کې سوداګريز کاروبار ۸۰ سلنه کم شوی دی.

نوموړي زياته کړه، په نورو بندرونو کې د شته اداري فساد له امله د حيرتان بندر سوداګر له سوداګريز رقابت څخه پاتې شوي او ډېرو سوداګرو خپل کاروبار کم کړى دى.

د هغه په خبره، دمګړۍ په حيرتان بندر کې د خوراکي لومړنيو توکو او د غلې دانې صادرات له نشت سره برابر دي، خو د ګول سيخ او سيمنټو صادرات کم شوي دي.

سوداګر محمدشريف وويل، دوه کاله وړاندې به يې د ورځې نږدې ۷۰۰ ټنه ګول سيخ په حيرتان بندر کې، پرته له دې چې له موټره يې ښکته کړي، پلورل کېدل.

خو دى وايي: ((همدا اوس په حيرتان بندر کې څه باندې څلور زره ټنه ګول سيخ پروت دی؛ څوک يې پوښتنه هم نه کوي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.