ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ٣١  مسافرو د خوشي کولو لپاره جدي اقدامات شوي”

“د ٣١ مسافرو د خوشي کولو لپاره جدي اقدامات شوي”

author avatar
6 Apr 2015 - 15:13
“د ٣١  مسافرو د خوشي کولو لپاره جدي اقدامات شوي”
author avatar
6 Apr 2015 - 15:13

کابل (پژواک، ١٧ ورى ٩٤): د حکومت اجرايي مشر د ٣١ تښتول شوو د خوشي کېدو لپاره د جدي اقداماتو له ترسره کېدو خبر ورکوي او وايي چې د کابل د برېښنا ستونزه به تر سبا پورې حل شي.

ناپېژاندو وسله والو د ١٣٩٣ لمريز کال د کب په ٤مه نېټه د کابل-کندهار له لويې لارې د يوه ٣٠٣ موټر ٣١ مسافر وتښتول او برخليک يې تر اوسه هم نه دى څرګند شوى.

د حکومت اجرايي مشر ډاکتر عبدالله نن د وزيرانو شورا په غونډه کې وويل چې د دغو ٣١ کسانو د خوشي کولو لپاره جدي اقدامات شوي، خو په دې اړه نور جزئيات د "خونديتوب او محرميت" په سبب له خلکو سره نه دي شريک شوي.

دا په داسې حال کې ده چې ځينو بنسټونو په کابل کې د تحصن په موخه خېمې وهلې او د تښتول شوو د خوشي کېدو لپاره د اړينو اقداماتو غوښتنه کوي.

عبدالله همدارنګه وويل چې د برېښنا رياست ډاډ ورکړى چې که په سالنګ کې توپان او واوره نه وي، سبا سه شنبه (د وري ١٨مه) د برېښنا مزى نښلول کېږي او د کابل د اوسېدونکو د برېښنا د نشتوالي ستونزه به حل شي.

کابل ته د برېښنا د لېږد مزي له تاجکستان او ازبکستان هېوادونو راغځېدلي چې د کب په ٤مه د بغلان ولايت د شمالي سالنګ په سيمه کې د سختې واورې ښويېدنې او توپان په سبب پرې شوي دي.

اجرايي رييس د وزيرانو شورا په نننۍ غونډه کې په خوست کې د وري ١٣مې نېټې بريد هم وغانده او ويې ويل چې د دې موضوع د څېړنې موخه د ارګ له خوا يو پلاوى ګومارل شوى دى.

د هغه په خبره، په کوم ځاى کې چې د قانون په چوکاټ کې د لاريونونو خبر ورکول کېږي، بايد له ګواښونو سره امنيتي راپورونو ته هم پاملرنه وشي؛ ځکه چې په دې سره د ناوړه پايلو مخه نيول کېداى شي.

د  وري په ١٣مه د خوست د سرپرست والي عبدالجبار نعيمي پر ضد لاريون کې ځانمرګى بريد د ٢٢ تنو د وژل کېدو او ٦٠ نورو د ټپي کېدو سبب شو، خو نعيمي وايي چې د مدني حرکت تر نوم لاندې پيل شوي لاريون نه وړاندې يې د لوړو امنيتي ګواښونو د شتون په سبب ټولو خلکو ته بېړنۍ اعلاميه استولې وه.

د دغه بريد مسووليت تر اوسه کوم شخص يا ډلې پر غاړه نه دى اخيستى، خو د ملي امنيت رياست وايي چې دا بريد د حقاني شبکې له خوا ترسره شوى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.