ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نورستان کې معتادينو ته روغتون جوړېږي

نورستان کې معتادينو ته روغتون جوړېږي

author avatar
6 Apr 2015 - 15:28
نورستان کې معتادينو ته روغتون جوړېږي
author avatar
6 Apr 2015 - 15:28

جلال اباد (پژواک، ۱۷ وری ۹۴): چارواکي وايي، په نورستان ولايت کې هم کوکنار کرل کېږي چې له امله يې يواځې په دوو ولسواليو کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر تر ۱۰۰۰ اوړي او په پام کې ده چې د درملنې لپاره معتادينو ته روغتون جوړ شي.

تر اوسه په ياد ولايت کې د روږدو کسانو په اړه کره سروې نه ده شوې، خو چارواکي وايي د زرو په شمېر کسان يواځې په برګمټال او کامدېش ولسواليو کې پر نشه يي توکو اخته دي.

د نورستان د والي وياند موسی شامي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((تر اوسه په نورستان ولايت کې پر نشه يي توکو د روږو کسانو شمېر نه دی معلوم، ځکه سروې نه ده شوې، خو د معلوماتو له مخې په کامدېش او برګمټال ولسواليو کې تر زر کسان پر نشه يي توکو روږدي دي.))

نوموړی دا احتمال هم نه ردوي چې ښايي په دغه ولايت کې پر نشه يي توکو د روږدو شمېر تر دې ډېر وي خو يادونه کوي چې د دغو کسانو له ډلې ډېر هغه يې چرسيان دي.

د والي وياند زياتوي: ((د ولايت مقام په هڅو په پام کې ده چې په نورستان کې د معتادينو لپاره ۲۰ بستريز روغتون جوړ شي. مرکزي حکومت ژمنه کړې چې دا روغتون به سږ کال جوړ شي.))

که څه هم په نورستان ولايت کې د سړې هوا له امله د کوکنارو کښت ښه پايله نه ورکوي، خو د والي وياند مني چې د وانت وايګل ولسوالۍ په ګډون په ځينو سيمو کوکنار کرل کېږي.

بلخوا د نورستان د عامې روغتيا رييس ډاکټر محمد اسماعيل پژواک خبري اژانس ته وويل چې کامدېش له چترال او برګمټال له بدخشان سره څېرمه پرتې ولسوالۍ دي؛ ځکه په کې روږدي کسان ډېر دي.

هغه په ښکاره د دغو ګاونډيو سيمو په اړه څه نه وايي، خو داسې ښکاري چې ښايي د نشه يي توکو استعمالوونکو ته له همدغو سيمو نشه يي توکي راوړل کېږي.

ډاکتر اسماعيل وايي: ((په نورستان کې د روږدو کسانو له ډلې ډېر يې هيرويين څکي او يا د کوکنارو د غوزو شېره کاروي، ځيني روږدي کسان چرس هم کاروي. نو د همدې لپاره د عامې روغتيا وزارت ژمنه کړې چې سږ کال په نورستان کې د معتادينو لپاره شل بستريز روغتون جوړوي.))

په ختيځ زون کې پر نورستان ولايت سربېره په ننګرهار کې ۶۰ بستريز او په کونړ او لغمان کې د معتادينو ۲۰ بستريز روغتونه شته دي، خو د ډاکټر اسماعيل په خبره چې له نورستانه يو شمېر روږدي کسان يواځې د کونړ د معتادينو روغتون ته د درمنلې لپاره راوړل کېږي.

د هغه په وينا: ((کامدېش له کونړ ولايت سره نږدې ده؛ ځکه هم روږدي کسان د درمنلې لپاره ور وړل کېږي، خو دا کار تل نه کېږي نو ځکه اړتيا لرو چې دلته د معتادينو روغتون ولرو.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.