ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې له يوه روزنيز پروګرامه سل کسان فارغ شول

پکتيا کې له يوه روزنيز پروګرامه سل کسان فارغ شول

author avatar
6 Apr 2015 - 15:55
پکتيا کې له يوه روزنيز پروګرامه سل کسان فارغ شول
author avatar
6 Apr 2015 - 15:55

ګردېز (پژواک، ١٧ ورى ٩٤): پکتيا کې د اداري اصلاحاتواو ملکي خدمتونو ادارې له خوا سلو تنو ته په بېلابېلو برخو کې روزنه ورکړل شوې ده.

د دې ادارې د ګډو خدمتونو مسوول انجنير عبيدالله مرهوني پژواک خبري اژانس ته وويل چې يادو کسانو ته د منجمنټ، کمپيوټر او انګليسي ژبې په برخو کې شپږ مياشتې زده کړې ورکړل شوې دي.

د يادو فارغ شوو کسانو له ډلې شل يې نجونې دي.

مرهوني وايي چې له تېرو څو کلونو راهيسې دا لړۍ روانه ده او دا نهمه دوره ده چې له دې پروګرامه زده کوونکي فارغېږي.

هغه د ټولو فارغو زده کوونکو شمېر ياد نه کړ خو ويې ويل چې ډېر ژر به سل نور ځوانان د دغو زده کړو لپاره جذب شي.

د هغه په خبره، هغه ځوانان چې له دغه شپږ مياشتني کورس څخه فارغېږي په دولتي ادارو کې ورته د کار لومړيتوب ورکول کېږي.

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي د دغو زده کوونکو د فراغت په مناسب جوړې شوې غونډه کې د زده کړې د دغه پروګرام پر شتون خوښي وښوده او د پکتيا ځوانان يې وهڅول چې له فرصته ګټه واخلي.

سهي وويل چې ورځ تر بلې په دولتي ادارو کې پر نوې ټکنالوجۍ د پوهو ځوانانو اړتيا ډېرېږي او دا مسلکي مهارتونه به د دې لامل شي چې دوى د نورو خلکو په پرتله ژر دنده پيدا کړي.

هغه غوښتنه وکړه چې د ملکي خدمتونو ادارې چارواکي دولتي مامورينو ته هم د داسې زده کړو چانس برابر کړي.

له دغه شپږ مياشتني کورس څخه فارغ شوى ځوان نورالله صابر وايي چې په لږه موده کې يې ډېر څه زده کړل.

صابر د ياد پروګرام پر شتون خوښي ښيي او وايي چې دا به له ځوانانو سره د هغوى د وړتيا په لوړولو کې  او همداراز به د دندې په موندلو کې ډېره مرسته وکړي.

هغه په عين حال کې له حکومته غوښتنه وکړه چې په دولتي ادارو کې ځوانانو ته چې له نوې ټکنالوجۍ سره بلد دي، په دندو کې لومړيتوب ورکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.