پلخمري (پژواک، ١٨ ورى ٩٤): په پلخمري ښار کې ډېرى سېلاب ځپلو شپه تر شنه اسمان لاندې تېره کړې او د بېړنۍ مرستې غوښتنه کوي.
دا سېلابونه تېر ماښام د سختو بارانونو او ږلۍ له امله د بغلان د مرکز پلخمري ښار په کارته اتفاق سيمه کې راوتلي دي.
د بغلان له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې چارواکي د سېلابونو په سبب څلور ښځې او دوه ماشومان مړه شوي، پنځه ژوبل شوي او څلور نور ورک دي.
د بغلان له طبيعي پېښو سره د مبارزې د چمتو والي ادارې مشر نصير کهزاد نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يوه ١٢ کلن ماشوم مړى د ژغورنې ډلې موندلى او د مړو شوو شمېره اوو تنو ته رسېدلې ده.
تر اوسه د سېلابونو په سبب د ځاني او مالي زيانونو کره شمېره نه ده څرګنده، خو چارواکي وايي چې امکان لري دا کچه له دې هم لوړه وي.
د ژوبلو شوو شمېر اتو تنو ته رسېږي.
د بغلان د عامې روغتيا رياست وياند ډاکټر شاه محمد هوفياني وويل چې تېره شپه څلور ښځې، دوه ماشومان او دوه نارينه په ټپي حالت کې ولايتي روغتون ته ور وړل شوي او اوس يې روغتيايي وضعيت ښه شوى دى.
له طبيعي پېښو سره د مبارزې د چمتو والي ادارې مشر وويل چې په دې پېښه کې ١٥٠ استوګنيز کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي او په همدې اندازه نور يو څه زيانمن شوي دي.
سېلاب ځپلو کورنيو تېره شپه په جوماتونو او د خپلوانو په کورونو کې تېره کړه، خو سل نورو کورنيو شپه تر شنه اسمان لاندې تېره کړې او وايي چې ګرمو خواړو ته بېړنۍ اړتيا لري.
جان علي چې له خپلې اووه کسيزې کورنۍ سره تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي، وايي:((سېلاب هر څه رانه يوړل، سهار او ماښام چاى خورم، اوس غرمه ده، خو زه او ماشومان مې وږي يو، ماشومان مې ډوډۍ غواړي.))
هغه وويل تېره شپه ځينو ځپل شوو ته تيار غواړه ورسېدلى، خو ده ته ونه رسېدل.
د بغلان د بېړنيو حالاتو د کمېټې مشر او عبدالقديم نيازي وويل چې تېره شپه يې دوه زره سېلاب ځپلو ته ګرم خواړه چمتو کړي وو چې د بې نظمۍ په سبب ځينو ته ونه رسېدل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن