ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې د تړلو ښوونځيو د بېرته فعالولو لړۍ پيل شوې ده

زابل کې د تړلو ښوونځيو د بېرته فعالولو لړۍ پيل شوې ده

author avatar
7 Apr 2015 - 11:50
زابل کې د تړلو ښوونځيو د بېرته فعالولو لړۍ پيل شوې ده
author avatar
7 Apr 2015 - 11:50

کلات (پژواک، ١٨ ورى ٩٤): د پوهنې وزارت او د زابل د پوهنې رياست چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د څلورو تړلو ښوونځيو په فعالېدو سره يې  د نورو تړلو ښوونځيو د فعالولو لړۍ پيل کړې ده.

د زابل د پوهنې رياست چارواکو څه موده مخکې ويلي وو چې په دغه ولايت کې تر نيمايي ډېر ښوونځي د امنيتي ستونزو له امله تړلي او د بېرته خلاصېدو لپاره يې له قومي مشرانو سره په ګډه هلې ځلې پيل کړې دي.

د دوى په وينا، د زابل له ۲۳۸ ښوونځيو ۱۴۶ يې تړلي او ۹۲ يې پرانيستي دي.

بلخوا د پوهنې وزارت وايي چې په زابل ولايت کې يې د بندو ښوونځيو د پرانيستلو لړۍ پيل کړې او په دې برخه کې يې په روانه اوونۍ کې څلور ښوونځي بېرته فعال کړي دي.

د پوهنې وزارت وياند کبير حقمل پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد بند ښوونځي د زابل ولايت په شهر صفا او شينکۍ ولسواليو کې پرانيستل شوي دي.

هغه زياته کړه چې دا ښوونځي د ځينو لاملونو له امله له څه مودې راهيسې تړلي وو چې د سيمې د قومي مشرانو او ديني عالمانو په مرسته  بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شول.

د حقمل په وينا، په دغو ښوونځيو کې د شينکۍ ولسوالۍ د شينکۍ، چونې او سپېدار لومړني ښوونځي او د شهر صفا ولسوالۍ د داود شاه لومړنی ښوونځی شامل دي.

دى وايي، د يادو ښوونځيو له پرانيستې سره څه باندې ۳۵۰ زده کوونکو ته د زده کړو زمينه برابره شوه.

هغه زياتوي چې دوى د زابل ولايت له ځايي چارواکو او قومي مشرانو سره په ګډه هلې ځلې کوي څو په دغه ولايت کې بند نور ښوونځي هم د زده کوونکو پر مخ پرانيزي.

د پوهنې وزارت وياند وايي چې دغه راز د ياد ولايت په مرکز او شاه جوی ولسوالۍ کې څلور ښوونځي نوي تاسيس شوي دي.

د حقمل په وينا، د دغو ښوونځيو جوړېدل د هغو سلګونو زده کوونکو لپاره د زده کړو زمينه برابره کړې چې د لارې د لرې والي له امله تر دې مهاله له ښوونځيو بې برخې پاتې وو.

دى وايي چې د حضرت عثمان (رض)، حضرت عبدالله بن عباس (رض) او حضرت حمزه (رض) په نومونو درې لومړني ښوونځي د زابل په مرکز کلات او د ډاکټر امين په نوم لومړنی ښوونځی د دغه ولايت په شاه جوی ولسوالۍ ‎کې نوي جوړېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.