ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محصلينو ته د بازار د اړتيا له مخې معياري زده کړې ورکول کېږي

محصلينو ته د بازار د اړتيا له مخې معياري زده کړې ورکول کېږي

author avatar
7 Apr 2015 - 17:28
محصلينو ته د بازار د اړتيا له مخې معياري زده کړې ورکول کېږي
author avatar
7 Apr 2015 - 17:28

کندهار ( پژواک، ١٨ ورى ٩٤) : د پوهنتونونو د حمايې او د بشري ځواک د پراختيا پروګرام (USWDP ) د کندهار د سوداګرۍ خونې له مسوولينو سره يو هوکړه ليک لاسليک کړ چې له مخې به يې محصلينو ته په هغو څانګو کې معياري زده کړې ورکول کېږي چې د بازار اړتيا وي.

په دې هوکړه ليک کې فارغ شوو محصلينو ته د کار موندل هم شامل دي، تر څو په دې توګه سوداګري او مسلکي بشري ځواک سره ونښلول شي.

د( USWDP ) د پروګرامونو مرستيال رييس ډاکټر محمد ظاهر جبارخېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې( USWDP )له لوړو زده کړو وزارت او د هېواد له ١٠ پوهنتونونو سره، چې کندهار پوهنتون هم په کې شامل دى،ګډ کار کوي تر څو په هغو برخو کې محصلين وروزل شي چې په بازار کې ورته اړتيا ليدل کېږي.

هغه زياته کړه، د کابل د څلورو پوهنتونونو په ګډون يې ځکه دغه لس پوهنتونونه ټاکلي چې د هېواد په کچه په شپږو مهمو اقتصادي زونونو کې موقعيت لري.

دى وايي، په دې برخه کې به له يوه پلوه په ټاکل شوو څانګو کې محصلينو ته د معياري زده کړو زمينه برابروي او دغه راز به له نړيوالو پوهنتونو سره دوه اړخيزې اړيکې جوړوي، تر څو په دې توګه هم په پوهنتونونو کې د زده کړې معيار لوړ شي او هم د محصلينو اسناد په نوره نړۍ کې د باور وړ شي.

جبارخېل وويل، اوسمهال ستونزه دا ده چې د افغانستان له ډېرو پوهنتونونو څخه د فارغ شوو محصلينو اسناد په نوره نړۍ کې د منلو وړ نه دي، چې په همدې بنسټ په بهر کې ورته کار هم نه موندل کېږي.

هغه زياته کړه: ((د پوهنتونونو د حمايې او د بشري ځواک د پراختيا پروګرام به د هېواد په ټاکل شوو لسو پوهنتونونو کې د ماسټرۍ او ليسانس تر څنګ د لنډه مهاله (دوه نيم کلنو) علمي ډګريو په چوکاټ کې محصلينو ته زده کړې ورکوي، تر څو د بازار له اړتيا سره سم کسان ژر ژر وروزل شي او کاري تشه پرې ډکه کړاى شي.))

نوموړي دغه راز خبر ورکړ چې د دغه پروګرام د پلي کېدو په لړ کې به په کندهار کې د زون په کچه يو دفتر هم خلاصوي، تر څو  صنعت له کندهار پوهنتون سره ونښلول شي او په بېلابېلو برخو کې محصلينو ته کار وموندل شي.

جبارخېل يادونه وکړه چې د کارونو د ښه تر سره کېدا په موخه به د کندهار پوهنتون، ولايت مقام او خصوصي سکتور تر منځ ګډه شورا جوړوي چې په پر له پسې توګه به د دغو کارونو د تنظيم لپاره په ګډه کار کوي.

د کندهار پوهنتون رييس ډاکټر حضرت مير توتاخېل په کندهار کې د محصلينو لپاره دا ګام ډېر ګټور وګاڼه او ويې ويل چې دا به له محصلينو سره مرسته وکړي چې په خپلو رشتو کې کار ومومي.

هغه دغه راز خبر وکړ چې په کندهار صنعتي پارک کې به يو څېړنيز مرکز جوړوي تر څو په ورته توګه هغوى هم د صنعت په برخه کې له پانګوالو او سوداګرو سره مرستې وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.