ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې سيمه ييزو پوليسو ته معاشونه او امکانات نه رسېږي

تخار کې سيمه ييزو پوليسو ته معاشونه او امکانات نه رسېږي

author avatar
8 Apr 2015 - 12:44
تخار کې سيمه ييزو پوليسو ته معاشونه او امکانات نه رسېږي
author avatar
8 Apr 2015 - 12:44

تالقان (پژواک، ١٩ ورى ٩٤): د تخار په خواجه غار او خواجه بهاالدين ولسواليو کې مېشت سيمه ييز پوليس شکايت کوي چې د څو مياشتو معاشونه يې نه دي اخيستي او امکانات يې هم کم دي.

معروف احمدي، چې د خواجه غار ولسوالۍ په پل مومن سيمه کې  د سيمه ييزو پوليسو د ٣١ کسيزې ډلې قوماندان دى، وايي چې سيمه يې د کندوز د دشت ارچي له نا امنۍ ولسوالۍ سره پر پوله پرته ده او د دواړو سيمو د امنيت ساتنه کوي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څلورو مياشتو راهيسې يې تنخواوې نه دې ترلاسه کړې او د جګړې امکانات نه لري.

دى وايي: "څلور مياشتې وشوې چې نه مو تنخواوې ترلاسه کړې او نه هم اعاشه، په خپلو امکاناتو جنګېږو، دولت بايد پر موږ پام وکړي، که دولت سيمه ييزو پوليسو ته پوره امکانات وکړي  موږ کولى شو چې سيمه له هر ډول سيمه ييز کړکېچ وژغورو."

د يادې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو يو سرتېرى ګل نبي وايي چې له تېرو  دريو کلونو راهيسې په ګورتېپه سيمه کې له وسله والو طالبانو سره پر جګړو بوخت دى او د خپلې وينې تر وروستي څاڅکي پورې به له هېواده دفاع کوي.

خو هغه زياتوي: ((خو دولت زموږ د قربانيو په بدل کې موږ ته نه پر وخت معاش راکوي او نه هم اعاشه او نه هم د جګړې لپاره کافي امکانات.))

ګل نبي له دولت څخه وغوښتل چې دوى ته معاشونه او امکانات پر وخت ورکړي، څو دوى د خپلو سيمو او خپلو خلکو سمه ساتنه وکړاى شي.

دى وايي: ((په تش لاس امنيت نه شو ساتلى، زموږ او د دښمن تر منځ ٣٠٠ متره واټن دى، هره  ورځ پر موږ بريدونه کېږي.))

د تخار سرپرست امنيه قوماندان او د امنيت امر سمونوال حاجي محمد اغا داوود چې په پل مومن او ګورتېپه سيمو کې يې له امنيتي پوستو او مورچو څخه ليدنه کوله، پژواک خبري اژانس ته ومنله چې سيمه ييز پوليس په سختو شرايطو کې له وسله والو طالبانو سره جنګېږي او کافي امکانات هم نه لري.

خو هغه زياتوي چې د دوى تنخواګانې حواله شوې دي.

نوموړى وايي، په پام کې لري چې په دې سيمو کې د وسله والو مخالفينو پر ضد پراخ عمليات پيل کړي.

داوود وويل هڅه کوي چې له کورنيو چارو وزارت سره په همغږۍ، نه يواځې سيمه ييزو پوليسو، بلکې نورو امنيتي ځواکونو ته هم امکانات برابر کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.