کابل (پژواک ١٩ ورى ٩٤): اجرايوي رييس وايي، د هېواد د کورنيو مسايلو په اړه د ملي يووالي د حکومت دواړه مشران بايد په ګډه پرېکړه وکړي.
له اجرايه رياست څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي دغه څرګندونې، نن په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا له ځانګړي استازي ډانيل فيلډمن سره په کتنه کې کړې دي.
سرچينې د اجرايه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله له قوله ويلي، چې د ملي يووالي د حکومت په رامنځته کېدو سره، د امريکا او افغانستان ترمنځ اړيکې ښې او غښتلې شوې دي.
ده زياته کړې، په کار ده، چې د افغانستان د کورنيو مسايلو په اړه د ملي يووالي د حکومت دواړه مشران په ګډه پرېکړې وکړي او کورني مسايل بايد په کورنۍ کچه هوار شي.
نوموړي په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې د ملي يووالي حکومت له جوړېدو څخه څه باندې شپږ مياشتې تېرې شوې، خو لا هم نه کابينه بشپړه شوې او نه ډېرى واليان معرفي شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې ډانيل فيلډمن وويل، چې امريکا د ملي يووالي له حکومت نه خپل اوږدمهاله ملاتړ ته ژمنه ده.
د ده په وينا، د سولې لپاره ښه فرصت برابر شوی او په کار ده، چې له دې فرصت نه ګټه واخيستل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن