ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غور کې د ډاکترانو کموالى د ناروغان د مرګ لامل کېږي

غور کې د ډاکترانو کموالى د ناروغان د مرګ لامل کېږي

author avatar
8 Apr 2015 - 16:45
غور کې د ډاکترانو کموالى د ناروغان د مرګ لامل کېږي
author avatar
8 Apr 2015 - 16:45

فيروزکوه (پژواک، ١٩ ورى ٩٤): د غور د پسابند ولسوالۍ اوسېدونکي په روغتيايي کلينيکونو کې د ډاکترانو له نه شتون سر ټکوي او وايي چې له دې امله يې ډېرى ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

پسابند د غور له مرکز فيروزکوه شاوخوا ١٧٥ کيلومتره لرې پرته ولسوالي ده چې نفوس يې د اټکل له مخې سلو زرو کسانو ته رسېږي.

د يادې ولسوالۍ ډېرى اوسېدونکي له بې روزګارۍ سره لاس او ګرېوان دي چې له امله يې يو شمېر ځوانان د کار په موخه ګاونډيو هېوادونو ته تللي او ډېر کم شمېر يې په بزګرۍ او کرنې بوخت دي.

د ياد ولايت په مرکز کې يو روغتيايي جامع کلينيک او دغه راز پنځه نور روغتيايي مرکزونه د ولسوالۍ په شاوخوا سيمو کې شتون لري، خو ډاکتران په کې شتون نه لري.

خلک شکايت کوي چې د ډاکترانو د نه شتون له امله اړ دي خپل ناروغان د غور ولايتي روغتون ته ولېږدوي چې يو شمېر ناروغان يې د لارو په اوږدو کې د سفر پر مهال مړه کېږي.

د دوى په وينا، په وروستي يوه کال کې د ماشومانو په ګډون لسګونو ناروغانو له همدې امله ژوند له لاسه ورکړى دى.

د پسابند ولسوالۍ د سنګانو کلي يوه اوسېدونکي ٤٠ کلن سيد ولي وايي چې په دغو روغتونو کې يو ډاکتر هم شتون نه لري او کوم کسان چې په يادو کلينيکونو کې د نرس او کارکوونکو په نومونو پر دندو ګومارل شوي، هغوى د ناروغانو درملنه کوي چې نه مسلکيتوب يې هم تر ډېره د ناروغانو د مړينې لامل ګرځي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: "کله مې چې زوى ناروغ شو نو زموږ کلى د دهن جمال له روغتيايي مرکز څخه لس کيلومتره لرې پروت دى، هغه مې کلينيک ته راوست، نه ډاکتر و او نه هم درمل، بيا مو د ولسوالۍ مرکز ته بوت؛ هلته هم ډاکتر نه و، نو اړ شو چې د غور مرکز ته يې راوړو، خو زوى مې د لارې په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکړ او بېرته کور ته ستانه شوو."

هغه زياته کړه، ډېرى کسان د پيسو او ترانسپورتي وسايلو د نه شتون او دغه راز د سړکونو د خربوالي له امله نه شي کولى چې خپل ناروغان د دغه ولايت مرکز فيروزکوه ښار ته ولېږدوي.

ځيني کسان بيا خپل ناروغان د حيواناتو په وسيله روغتيايي مرکزونو ته لېږدوي، چې دغه کار هم مثبته پايله نه درلوده او بيا هم د ډېرو ناروغانو د مړينې لامل کېږي.

د پسابند يوه بل اوسېدونکي نيازمحمد وويل، موده وړاندې د پسابند له دهن جمال کلي څخه يوه ځوان خپل ناروغ پلار د مرکب په وسيله د ولسوالۍ مرکز ته راووړ، خو هلته د ډاکتر او درملو د نه شتون او له دې امله چې ولايتي روغتون ته يې د ناروغ د لېږد وس نه درلود، خپل ٤٠ کلن پلار يې بېرته کور ته بوت چې هغه بيا يوه ورځ وروسته مړ شو.

دغه راز د غور د مرکز او پسابند تر منځ ليني موټر هم نشته او خلک اړ دي چې يو موټر په لس زره افغانۍ دربست کړي او ولايتي روغتون ته يې ولېږدوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.