ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغان او بهرنيو پوځيانو د داخلي بريد د اصلي لامل په اړه ځېړنې پيل شوي

د افغان او بهرنيو پوځيانو د داخلي بريد د اصلي لامل په اړه ځېړنې پيل شوي

author avatar
9 Apr 2015 - 20:31
د افغان او بهرنيو پوځيانو د داخلي بريد د اصلي لامل په اړه ځېړنې پيل شوي
author avatar
9 Apr 2015 - 20:31

جلال اباد(پژواک،۲۰وری۹۴):د ۲۰۱ سيلاب قول اردو چارواکي وايي  چې په جلال اباد کې د افغان او بهرنيو پوځيانو د  داخلي بريد د څرنګوالي په تړاو يې څېړنې پيل کړي دي.

د ياد قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي د وري په ۲۰ مه ، پژواک خبري اژانس ته وويل څېړنې ښيي چې په دغه بريد کې دوه افغان او يو بهرنی پوځي وژل شوي، اوه بهرنی  او يو افغان سرتېری ټپيان شوي دي.

دا پېښه تېره ورځ کابو دوه بجې د ننګرهار د ولايت په مقام کې د ختيځي سيمې د ملکي او پوځي چارواکو سره د بهرنيو پوځيانو او امريکا سفارت د يوه استازي تر لېدنې کتنې وروسته رامنځ ته شوې ده.

ډګروال نعمان هاتفي وويل چې څېړنې يې ښيي تر يادې جلسې وروسته بهرني او افغان لوړپوړي چارواکي د څورلکو په وسيله له سيمې تللي او  د څلورمې لوا يو ډلګی سرتېري چې غوښتل يې بېرته ستانه شي له بهرنيو سرتېرو سره يې وسله واله نښته رامنځ ته شوې.

هاتفي وايي: (( په دغه پېښه کې زموږ دوه سرتېري وژل شوي او يو بل ټپي دی او همدا شان يو بهرنی سرتېری وژل شوی او اوه نور ټپيان شوي دی.له امنيتي ادارو سره زموږ څېړنې ښيي چې د ملي اردو دا ټولی چې له ۱۸ مياشتو راهيسې له بهرنيو سرتېرو سره په ګډه دندې ترسره کوي ، پخپله بهرنيو سرتېرو د ولايت مقام د شاو خوا سيمو د امنيت لپاره راوستي وو.))

د نوموړي په وينا د ياد ټولي يو سرتېری عبدالعظيم چې د لغمان ولايت اوسېدونکی دی د پيکا په وسيله پر بهرنيو سرتېرو ډزې کړې او بهرنيو سرتېرو هم له دوو خواوو څخه د ملي اردو پر ياد ټولي ډزې کړی دي

اخوا د وري په ۲۰مه پژواک ته د ۲۰۱ سيلاب قول اردو له لوري په رالېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د دې پېښې د څرنګوالي په تړاو د کشفي او استخباراتی ادارو څېړنې روانې دي او  د پېښې د لامل مسئله به وروسته روښانه شي.

په اعلاميه کې د ننګرهار د امنيه قوماندان هغې خبرې هم رد شوي چې ګنې د ملي اردو بريد ګر سرتېری د ۲۰۱ سيلاب قول اردو  د قوماندان له ساتوونکو څخه وو.

بلخوا په کابل کې د ناټو د پریکنده ملاتړ ماموریت لخوا پژواک ته نن په یوه لیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په پرونۍ پيښه کې یې یو سرتیری وژل شوی او اته نور ژوبل دي.

سرچینې زیاته کړې چې له افغان چارواکو سره یې په ګډه په دې اړه څیړنې پیل کړې او ژمنه یې کړې چې له افغان ځواکونو سره به همکارۍ ته ادامه ورکوي.

 

د زبير صديقي په نوم يوه تن چې ځان د حزب اسلامي وياند معرفي کوي وايي چې د ملي اردو ياد سرتېري په دوى پورې تړاو درلود.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.