کابل (پژواک، ٢٠ ورى ٩٤): د سمنګان امينه قومانداني وايي چې د پوليسو په ځانګړو عمليات کې د خال ميرزا په نوم يو تن چې ځان يې په دغه ولايت کې د داعش مشر نومولى و، وژل شوى او يو نږدې کس يې نيول شوى دى.
د سمنګانو امنيه قوماندان پاسوال محمداکرام بېکزاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا عمليات تېره ورځ له غرمې وروسته د ولايت په مرکز کې د خواجه مومن او منقوطن د کلو تر منځ پيل شوي وو.
د هغه په خبره، نيول شوى کس عدم نومېږي او له يوه ميل کلاشينکوف سره نيول شوى دى.
د هغه د معلوماتو له مخې، دا دوه تنه د منقوطن کلي اوسېدونکي دي.
د سمنګان سرپرست والي خيرالله انوش وويل چې خال ميرزا شاوخوا ٢٠ ورځې وړاندې ځان په دغه ولايت کې د داعش ډلې د مشر په توګه اعلان کړى و او له بغلان سره په پوله يې د دغه ولايت د مرکز ايبک په غرنيو سيمو کې دولت ضد او ورانکاري فعاليتونه درلودل.
يوه ځايي اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط د خال ميرزا د وژنې د پخلي تر څنګ وويل چې د دغه شخص د ډلې غړي خلک ځوروي او په بېلابېلو نومونو لکه عشر او ذکات له خلکو پيسې اخلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن