لښکرګاه (پژواک، ٢٢ ورى ٩٤): د هلمند چارواکي وايي چې د واشير ولسوالۍ اړوند د کابل—هرات پر لويه لاره په ترافيکي پېښه کې اته کسان مړه شوي دي.
د واشير ولسوال ايوب عمر عمري وايي چې دا پېښه نن ١١ بجې د ټونس او ټېلر موټرو تر منځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د عمري د معلوماتو له مخې، په ټکر د ټونس ټول اته سپرلي وژل شوي دي.
دى وايي چې په تونس کې سپاره کسان د سنګين اوسېدونکي دي او د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره دلارام ولسوالۍ ته روان وو چې په واشير کې له دې پېښې سره مخ شول.
هغه وويل چې د ټېلر موټروان نيول شوى او مړي يې خپلو کورنيو ته سپارل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن