مزارشريف (پژواک، ٢٣ ورى ٩٤): د المان په مرسته د بلخ پوهنتون محصلينو لپاره د ليليې د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په همدې تړاو په جوړو شوو مراسمو کې يې د بلخ پوهنتون د استادانو او ولايتي چارواکو اود لوړو زده کړو وزارت سرپرست محمد عثمان بابري هم برخه اخيستې وه.
بابري خبريالانو ته وويل چې دا ليليه به د ٤٠٠ محصلينو د اوسېدو په ظرفيت په معياري ډول جوړه شي.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وويل چې پر دې ليليې ټول ټال ٤ ميليون ډالره لګښت راځي چې د المان د جي آي زېډ موسسې لخوا ورکول کېږي او د جوړېدو چارې به يې په ١٢ مياشتو کې بشپړې شي.
نږدې يو کال وړاندې د بلخ پوهنتون د نجونو د ليلې ودانۍ چارې د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت په مالي ملاتړ پيل شوې وې، چې ممکن د روان زيږديز کال په اوږدو کې بشپړې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن