ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د يوه پله د جوړېدو چارې پيل شوې

خوست کې د يوه پله د جوړېدو چارې پيل شوې

author avatar
12 Apr 2015 - 14:21
خوست کې د يوه پله د جوړېدو چارې پيل شوې
author avatar
12 Apr 2015 - 14:21

خوست ښار ، ميدانښار (پژواک، ٢٣ ورى ٩٤): د خوست د تريزيو او عليشېرو ولسوالۍ تر منځ د تېر شوي خوړ پر سر د يوه لوی پول د جوړېدو چارې پيل شوې.

د خوست د والي مرستيال عبدالواحد پټان د وري په ٢٣مه د ياد پله د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې دغه پول د تريزيو سرحدي سيمه د عليشېرو له سيمې سره، چې د خوست مرکز ته نږدې پرته ده، نښلوي.

نوموړي وويل چې دغه پول به ۱۰۰ متره اوږدوالی او ۸ متره سور ولري او د جوړېدو کارونه به يې د راتلونکي يو کال په موده کې بشپړ شي.

پټان زياته کړه: ((پر دغه پله ۸۲ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې نړيوال بانک يې ورکوي. د دې پله جوړول د دغې سيمې لپاره ډېر مهم دي، ځکه د سيلابونو پرمهال خلک زياتې ستونزې ګالي.))

د خوست د فوايد عامې رييس انجنير مامور شاه پژواک اژانس ته وويل، ولايتي اداره هڅه کوي چې په دغه ولايت کې د پلونو د نشتوالي په برخه کې ستونزې هوارې او اړتياوې پوره کړي.

هغه زياته کړه چې د تېر کال د پلان له مخې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د ۷ لويو پلونو چارې بشپړې شوې او يا د بشپرېدو په حال کې دي.

دى وايي: ((د يادو پلونو له ډلې څلور يې ګټې اخيستنې ته سپارل شوي، د دوو د جوړېدو کار روان دی او د يوه پله نن د جوړېدو چارې پيل شوې.))

نوموړې زياته کړه چې دوی په خوست کې ۷ نورو پلونو ته هم اړتيا لري چې جوړېدل يې خورا اهميت لري.

هغه وايي: ((د دې ۷ پلونو له ډلې څخه ۲ پلونو ته مو پيسې پيدا کړې او سروې ګانې يې هم شوې دي. په دې کې يو پول داوطلبۍ ته هم وړاندې شوی او د جوړېدو کار به يې په نږدې راتلونکي کې پيل شي.))

د تريزيو او عليشېرو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمدعمر خان پژواک اژانس ته وويل چې د سېلابونو د راوتو پر مهال له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي او ناروغان پر خپل وخت ډاکتر ته نه شي رسولای.

هغه زياته کړه: ((تېرکال زموږ د تريزيو په سيمه کې يوه ښځه ډېره سخته ناروغه وه او باران هم شوی و، کله چې دې خوړ ته راورسېدو، سيلاب راوتلی و. ناروغه مو بېرته کورته يوړله، خو ناروغي يې سخته وه، بالاخره يې ساه ورکړه.))

د يادونې ده، په دغه ولايت کې پر ټولو جوړ شوو او يا جوړېدونکو پلونو کېدونکی مالي لګښت نړيوال بانک ورکوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.