کابل (پژواک، ٢٣ ورى ٩٤): مشرانو جرګه له ولسمشر محمداشرف غني او اجرائيه رييس عبدالله عبدالله سره په هېواد کې د وروستيو ناامنيو او سولې پروسې په اړه خبرې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو ورځو کې د وسله والو مخالفينو بريدونه ډېر شوي او د خپرو شوو راپورونو له مخې، په تېرو څلورو ورځو کې د هېواد په کچه شاوخوا ٧٠ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
د راپورونو له مخې، د دې مرګ ژوبلې شاوخوا نيمايي يې ملکي وګړي دي.
د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د نا امنيو په اړه بحثونه وشول.
په ياده جرګه کې د نيمروز استازي محمد نادر بلوڅ وويل چې په دې وروستيو کې د حکومتي مشرانو تر منځ سياسي اختلافونو زور اخيستى چې له امله يې په هېواد کې امنيتي حالات خراب شوي دى.
هغه زياته کړه: "حکومتي مشران سياسي نازدانګي او غير مسوولانه څرګندونې کوي چې دغه کار يې له داعش او طالب نه د افغانستان لپاره خطرناک دى."
ده له حکومتي مشرانو وغوښتل چې په هېواد کې د امنيت د ټينګښت لپاره هلې ځلې ګړندۍ کړي تر څو نا امني تر دې وروسته د افغانانو ژوند وانه خلي.
په ياده جرګه کې د پکتيکا استازي محمدعثمان رحماني وويل چې د افغانستان خلکو په سختو شرايطو کې د حکومت اوسنيو چارواکو ته رايه ورکړه خو اوس دوى د خلکو د امنيت د ټينګښت لپاره لازمې هڅې نه کوي.
هغه زياته کړه: "ملت په وينو کې ډوب دى، حکومتي چارواکي خپلو مسووليتونو ته متوجه نه دي، که دوى د افغانستان امنيت ټينګ نه کړي، هم د افغانستان خلکو ته او هم خداى (ج) ته مسوول دي."
په ياده جرګه کې د کندهار استازي رحمت الله خان اڅکزى وايي چې د ملي يووالي حکومت مشران د ملي ګټو پر ځاى پر خپلو شخصي ګټو اختلاف لري چې له امله يې په هېواد کې د ناامنۍ کچه لوړه شوې ده.
هغه زياته کړه: "دوى خپلو شخصي ګټو پسې ګرځي، زما او ستا امنيت به ولې ونيسي؟ د اجرائيه رييس کور په هندوستان کې دى او د جمهور رييس کور خو هېڅ معلوم نه دى."
دا په داسې حال کې ده چې د اجرائيه رييس کور د کابل ښار په کارته پروان سيمه کې دى او ولسمشر له خپلې مېرمنې سره په ارګ کې اوسېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن