مهترلام (پژواک، ٢٣ ورى ٩٤): چارواکي وايي چې وسله والو په لغمان ولايت کې يو کلينيک سوځولى دى.
د لغمان د سرپرست والي وياند سرحدي ځواک د وري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا درې بجې د الينګار ولسوالۍ په کنده ګل سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې وسله والو مخالفينو د يادې سيمې روغتيايي کلينيک ته اور اچولى او سوځولى يې دى.
د ځواک په وينا، په دې پېښه کې د ياد کلينيک څلور خونې له طبي وسايلو او لوازمو سره ټولې سوځېدلې دي.
دى وايي چې دغه کار د وسله والو د يوه سيمه ييز قوماندان تراب له خوا ترسره شوى دى.
د لغمان د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبداللطيف قيومي پژواک ته د يادې پېښې د تاييد ترڅنګ وويل چې د دغه روغتيايي کلينيک په سوځولو سره د يادې سيمې شاوخوا اووه نيم زره اوسېدونکي له روغتيايي اسانتياوو بې برخې شول.
د هغه په وينا، هره ورځ په دغه کلينيک کې تر ٥٠ پورې د ناروغانو درملنه کېده.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن