ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د تازه مېوو د ساتنې لپاره ودانۍ جوړېږي

پکتيا کې د تازه مېوو د ساتنې لپاره ودانۍ جوړېږي

author avatar
12 Apr 2015 - 19:07
پکتيا کې د تازه مېوو د ساتنې لپاره ودانۍ جوړېږي
author avatar
12 Apr 2015 - 19:07

ګردېز (پژواک، ٢٣ ورى ٩٤): د پکتيا چارواکي وايي چې په مرکز ګردېز او سيدکرم ولسوالۍ کې د تازه مېوو لپاره د کرنې وزارت له خوا دوه ودانۍ جوړيږي.

د پکتيا ولایت سيمه یيز چارواکي وايي چې سوداګر او بڼوال به له دې ودانيو څخه د تازه مېوو لپاره د ساتنې او وچونې او پروسس لپاره ګټه پورته کړي.

د پکتيا د کرنې رييس انجنير ذبيح الله حسن زي ددې ودانيو د کار د پيل پرمهال په خپلو خبرو کې وويل چې دا به د پکتيا د بڼوالو ستونزې تر يوه حده حل کړي. د حسن زي د معلوماتو له مخې، په دواړو پروژو به شاوخوا ٤٥٠ زره ډالر ولګول شي.

هغه وويل چې دا پيسې د کرنې وزارت د پرمختيايي بوديجې څخه برابرېږي او د جوړېدو چارې به يې په شپږو مياشتو کې بشپړې شي.

دپکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي وايي ولايتي اداره هڅه کوي چې د کرونده ګرو لپاره نورې اسانتياوې هم برابرې کړي تر څو د ميوو په ساتلو کې ترې کار واخلي.

د دې ودانيو  جوړيدو کار په داسې حل کې پيليږي چې د نورو کلنو په پرتله د بڼوالو پر وينا د تازه مېوو حاصلات زيات شوي خو د خرڅلاو او ساتنځايونو د نشتوالي له امله يې په ټيټ قيمت پلوري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.