ګردېز (پژواک، ٢٣ ورى ٩٤): د پکتيا چارواکي وايي چې په مرکز ګردېز او سيدکرم ولسوالۍ کې د تازه مېوو لپاره د کرنې وزارت له خوا دوه ودانۍ جوړيږي.
د پکتيا ولایت سيمه یيز چارواکي وايي چې سوداګر او بڼوال به له دې ودانيو څخه د تازه مېوو لپاره د ساتنې او وچونې او پروسس لپاره ګټه پورته کړي.
د پکتيا د کرنې رييس انجنير ذبيح الله حسن زي ددې ودانيو د کار د پيل پرمهال په خپلو خبرو کې وويل چې دا به د پکتيا د بڼوالو ستونزې تر يوه حده حل کړي. د حسن زي د معلوماتو له مخې، په دواړو پروژو به شاوخوا ٤٥٠ زره ډالر ولګول شي.
هغه وويل چې دا پيسې د کرنې وزارت د پرمختيايي بوديجې څخه برابرېږي او د جوړېدو چارې به يې په شپږو مياشتو کې بشپړې شي.
دپکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي وايي ولايتي اداره هڅه کوي چې د کرونده ګرو لپاره نورې اسانتياوې هم برابرې کړي تر څو د ميوو په ساتلو کې ترې کار واخلي.
د دې ودانيو جوړيدو کار په داسې حل کې پيليږي چې د نورو کلنو په پرتله د بڼوالو پر وينا د تازه مېوو حاصلات زيات شوي خو د خرڅلاو او ساتنځايونو د نشتوالي له امله يې په ټيټ قيمت پلوري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن