ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوداګر د پکتيا له پوهنتون سره يو ميليون افغانۍ مرسته کوي

سوداګر د پکتيا له پوهنتون سره يو ميليون افغانۍ مرسته کوي

author avatar
13 Apr 2015 - 14:05
سوداګر د پکتيا له پوهنتون سره يو ميليون افغانۍ مرسته کوي
author avatar
13 Apr 2015 - 14:05

ګردېز (پژواک، ٢٤ ورى ٩٤): په پکتيا کې يو شمېر سوداګرو او د دغه ولايت اوسېدونکو له پکتيا پوهنتون سره د يو ميليون افغانيو مرستې ژمنه وکړه.

د پکتيا په مرکز ګردېز کې په جوړه شوې غونډه کې دغو سوداګرو او اوسېدونکو د خپلې مرستې اعلان وکړ.

د پکتيا چارواکي وايي چې د دغو مرستو لپاره يې ځانګړی کمېسيون جوړ کړى او له دې وروسته به د ياد پوهنتون يو شمېر ستونزې د عامو خلکو او ملي سوداګرو په مالي مرستې حل شي.

د پکتيا مرستيال والي وايي، عبدالولي سهي له علمي ادارو سره د خلکو مرسته يو ښه کلتور بولي او وايي چې د دوی په مرستو سره به علمي ادارې ډېرې پر پښو ودرېږي.

نوموړي زياته کړه: "پر ټولو پکتياوالو غږ کوو چې دغه اوونۍ خپلې مرستې له پوهنتون سره وکړي چې دا د ملي ګټو ساتلو او د پوهنتون پر پښتو درولو کې لويه مرسته کوي."

د پکتيا پوهنتون رييس ډاکتر شېرمحمد روان پژواک خبري اژانس ته  وويل چې تر دې دمه خلکو ورسره د شاوخوا يو ميليون افغانيو مرستې ژمنه کړې ده.

هغه پر سوداګرو غږ وکړ چې له پوهنتون سره نوره مالي همکاري هم وکړي.

نوموړی وايي چې د دغو مرستو د راټولو لپاره دوى يوه اوونۍ "له پکتيا پوهنتون سره د مادي او معنوي ملاتړ" په نوم ونوموله چې د شوې مرستې تر څنګ به دا لړۍ نوره هم دوام ولري.

د پکتيا ولايت ډېرى اوسېدونکي سوداګر او ځوانان په خليجي هېوادونو کې کاروبار کوي او له اقتصادي پلوه پياوړي دي.

 د پوهنتون چارواکي وايي که دوى ټول له تحصيلي برخې سره مرسته وکړي، نو د پوهنتون ډېرې ستونزې به يې په مرسته حل شي.

د پکتيا پوهنتون اووه پوهنځي لري چې په بېلابېلو پوهنځيو کې يې شاوخوا اووه زره محصلين زده کړې کوي چې ٣٠٠ يې نجونې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.