کابل (پژواک، ٢٤ ورى ٩٤): وسله والو طالبانو د يوناما هغه راپور رد کړ چې له مخې يې په افغانستان کې د ٧٣ سلنه ملکي وګړو د تلفاتو مسووليت پر وسله والو مخالفينو اچول شوى دى.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د سازمان دفتر (يوناما) د ٢٠١٥ کال د لومړۍ ربعې راپور کې چې پرون خپور شو، ويلي چې په افغانستان کې ملکي تلفات مخ پر زياتېدو دي او اصلي لامل يې د حکومتي ځواکونو او مخالفينو تر منځ جګړې ښودل شوې دي.
په دغه راپور کې د تلفاتو د ٧٣ سلنې مسوول د افغانستان دولت مخالفين بلل شوي، د ١٤ سلنې مسووليت د امنيتي ځواکونو پر غاړه ور اچول شوى او ٧ سلنه نورو کې دواړه خواوې ښکېلې بلل شوې دي.
خو وسله وال طالبان ياد راپور غندي او د دې ډلې د وياند ذبيح الله مجاهد له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملکي تلفاتو د ٧٣ سلنې مسووليت، بې له کوم دليله دوى ته منسوب شوى دى.
د هغه په وينا، په ياد راپور کې د حکومت له لوري اوښتي تلفات کم ښودل شوي او په دې اړه امريکايانو ته برائت ورکړل شوى دى.
ده زياته کړې، دغه ډول يو اړخيز راپور د ستونزې اصلي حل نه دى، بلکې د دوى پر وړاندې د تبليغاتو لپاره لار هوارول دي.
طالبان وايي، که يوناما غواړي چې د دوی راپورونه د پېښو په کمښت کې رول ادا کړي او د ملکي تلفاتو مخه ونيول شي، نو بايد په دې برخه کې واقع بين و اوسي او داسې راپورونه خپاره نه کړي چې تبليغاتي حيثيت ولري او د دوى د مقابل لوري پر تلفاتو سترګې پټې کړي.
سرچينه کاږي، لکه څنګه چې د ملکي او بې دفاع خلکو وژل جرم دی، په همدې ډول د ملکي تلفاتو له مسئلې سره سياسي او مغرضانه چلند او ترې تبليغاتي استفاده کول هم جنګي جنايت بلل کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن