کابل (پژواک، ٢٤ ورى ٩٤): د ولسي جرګې ځيني غړي د بدخشان د وروستي بريد د جدي څېړنې غوښتنه کوي او وايي چې په دغه بريد کې امنيتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او ٣٠ سرتېري نادرکه دي.
درې شپې وړاندې د دولت وسله والو مخالفينو د بدخشان ولايت د جرم په ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو بريد وکړ چې د سيمه ييزو چارواکو په وينا له امله يې د ٢٧ وسله والو مخالفينو تر څنګ د ملي اردو ٩ سرتېري هم وژل شوي، ٧ تنه ټپيان شوي او ٨ نور تر اوسه نادرکه دي.
خو د ملي دفاع وزارت د جزئياتو له ورکولو پرته ويلي چې په دغه بريد کې د ملي اردو ٣٣ سرتېري وژل شوي، ټپيان شوي او نادرکه دي.
د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې هم د دغه بريد په اړه خبرې وشوې.
په ولسي جرګه کې د بدخشان استازي او د دې جرګې منشي څارنوال عبدالروف انعامي وويل چې د دغه بريد د مرګ ژوبلې په اړه ناسمې شمېرې خپرې شوې دي.
هغه وايي چې د بدخشان له کلينيکونو او روغتونونو ورسره اړيکه نيول شوې او ويلي يې دي چې په ياد بريد کې د ملي اردو له ٢٨ تنو سرونه پرې شوي، تر ٣٠ ډېر وژل شوي او ١٤تنه ټپيان دي.
خو ده ونه ويل چې د ملي اردو ټول څو کسان وژل شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، وسله والو مخالفينو ٣ ټانکونه، ٧ رينجر موټر او ٧٩ميله وسله له ځان سره وړې او ٣ عرادې رينجر موټر يې سوځولي دي.
ده زياته کړه: ((د چا سر شته، تن يې نشته او د چا تن شته سر يې نشته، سيمه ييزو چارواکو دغه خبرې پټې کړې دي، خو زه يوه خبره غواړم وکړم، دلته همېشه غمونه يادوو، دا يواځې غمخونه ده، هر ډول خبره هېڅ اغېز نه لري، خو زه غواړم دلته د ځينو خبرو په کولو سره يواځې د خپل زړه بار سپک کړم.))
انعامي وايي چې امنيتي ځواکونو په لومړيو کې بدخشان ته اړينه پاملرنه ونه کړه که نه اوس به بدخشان په دې کچه له ناامنيو سره مخ نه و.
هغه دا هم وويل چې ياد بريد د يوه جوړښت پر اساس رامنځته شوى چې په اړه يې بايد له اړوند چاراکو پوښتنې وشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن