ميدان ښار (پژواک، ۲۴ وری۹۳): د بادغيس په مقر ولسوالۍ کې د پوليسو دوه سرتېري د وسله والو په کمين او په نرخ ولسوالۍ کې دوه طالبان د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.
په بادغيس کې د پوليسو د عامه ساتنې لوا د ارکان رييس مل پاسوال اميرشاه نايب زاده پژواک خبري اژانس ته وويل چې د عامه ساتنې ياد دوه پوليس سرتېري نن له غرمې مخکې د مقر ولسوالۍ په ذبح علي سيمه کې د وسله والو مخالفينو په کمين کې وژل شوي دي.
دى وايي چې وسله والو مخالفينو د يادو پوليسو يو ميل کلاشينکوف هم له ځان سره وړى دى.
د نايب زاده په وينا، دغه پوليس يادې سيمې ته د ګزمې لپاره تللي وو.
د يو بل خبر له مخې، د ميدان وردګو چارواکي وايي، په نرخ ولسوالۍ کې دوه طالبان د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول.
د ميدان وردګو د ولايت وياند عطاالله خوږياني د وري په ۲۴مه پژواک ته وويل پېښه تېره شپه شاوخوا دوولس بجې د نرخ ولسوالۍ په کريمدادو سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه وويل، دوو طالبانو غوښتل پر لاره ماين خښ کړي چې مخکې له خښولو پرې وچاودېد.
د يادونې ده، د نرخ ولسوالۍ د کريمداو په سيمه کې ډېر کله طالبان او د حزب اسلامي غړي يو بل ته ماينونه ږدي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن