ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټر عبدالله: نشه يي توکي د نورو ستونزه نه شو بللى

ډاکټر عبدالله: نشه يي توکي د نورو ستونزه نه شو بللى

author avatar
13 Apr 2015 - 16:34
ډاکټر عبدالله: نشه يي توکي د نورو ستونزه نه شو بللى
author avatar
13 Apr 2015 - 16:34

کابل (پژواک، ٢٤ ورى ٩٤): د حکومت اجرايي مشر ډاکتر عبدالله عبدالله، نشه يي توکي په هېواد کې د نا امنيو يو لامل وباله، خو ويې ويل چې په دې وروستيو کې د دې پديدې پر وړاندې کلک ګام نه دى پورته شوى.

نوموړي چې نن د وزيرانو په غونډه کې خبرې کولې، وويل چې حکومت له بده مرغه په وروستيو کلونو کې د نشه يي توکو ستونزې ته پوره پام نه دى کړى.

د حکومت اجرايي مشر زياته کړه، په قانون او تنفيذ کې يې شته ستونزې او د همغږۍ نه شتون د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې له عمده ګواښونو بلل کېږي چې تېره اوونۍ يې د نشه يي توکو او مسکراتو پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسيون په ناسته کې د يادې ستونزې د حل په موخه خبرې اترې وشوې.

ډاکتر عبدالله زياته کړه: "پخوا په دې برخه کې ډېرې ستونزې موجودې وې، د مثال په توګه که چېرې به د نشه يي توکو يو لوى قاچاق وړونکى نيول کېده نو د قانون له مخې به يوازې هغه څه چې د نيولو پر مهال پوليسو ترلاسه کول، له هغوى ضبط کېدل، خو که هر څومره شتمني به يې هم درلوده، سوداګرۍ به يې دوام موند او له هغې شتنمۍ څخه په ګټې به د رشوت په ورکولو سره خوشى کېده چې دا په خپله د افغانستان اداري سيستم ته زيان اړوي."

د حکومت اجرايي مشر وويل چې په دې برخه کې نورې سلګونه ستونزې هم موجودې وې چې په تېرو کلونو کې ورته پوره پام نه دى شوى.

هغه زياته کړه: " افغانستان کې نشه يي توکي کرل کېږي او له يو ميليون څخه پرې ډېر روږدي کسان لرو او له همدې امله موږ دغه پديده د نورو ستونزه نه شو بللى او په همدې موخه دې ته اړتيا ده چې د دې پديدې پر وړاندې مبارزې ته لومړيتوب ورکړو."

ډاکتر عبدالله د سيمې او نړۍ په کچه د همغږۍ په ډېرېدو په ځانګړي ډول د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې، ټينګار وکړ او ويې ويل چې نشه يي توکي د نا امنيو له عواملو بلل کېږي او د هېواد د اقتصاد يوه برخه يې په جرمي اقتصاد بدله کړې او په هېواد کې د ګڼ شمېر روږدو کسانو شتون هم يوه بشري ستونزه بلل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (UNODC) او د افغانستان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د سروې پر بنسټ، په ٢٠١٤ زېږديز کال کې د کوکنارو د کښت کچه ٢٢٤ زره هکټاره ځمکې ته رسېده؛ په داسې حال کې چې دغه شمېر په ٢٠١٣ کال کې ٢٠٩ زره هکټاره ځمکې ته رسېده چې د تېر کال په پرتله ٧ سلنه لوړوالى په ګوته کوي.

د يادې سروې معلومات څرګندوي، چې په ٢٠١٤ کال کې د ترياکو توليد ٦٤٠٠ ټنه اټکل کېده، په داسې حال کې چې دغه شمېر په ٢٠١٣ کال کې ٥٥٠٠ ټنو ته رسېده چې ١٧ سلنه لوړوالى په ګوته کوي.

د حکومت اجرائيه مشر د وزيرانو شورا په غونډه کې په بدخشان، بلخ، هلمند او شمېر نورو ولايتونو کې د وروستيو چاودنو او وسله والو بريدونو او نا امنيو څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل چې د نن ورځې په ناسته کې امنيتي مسايلو ته لومړيتوب ورکوي.

هغه زياته کړه چې د ملي دفاع وزارت سرپرست له بدخشانه اوس اوس راستون شوى او هغه به نن د وزيرانو شورا په ناسته کې د بدخشان ولايت امنيتي وضعيت په اړه خپل راپور وړاندې کړي.

د يادولو ده چې د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د ملي اردو ٢٣ سرتېرو له وژل کېدو، ټپي او لادرک کېدو خبر ورکړى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.