ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزى: ځوانان دې د حکومت ملاتړ وکړي

حامد کرزى: ځوانان دې د حکومت ملاتړ وکړي

author avatar
14 Apr 2015 - 17:04
حامد کرزى: ځوانان دې د حکومت ملاتړ وکړي
author avatar
14 Apr 2015 - 17:04

کندهار (پژواک، ٢٥ ورى ٩٤): د هېواد پخواني ولسمشر د کندهار پوهنتون محصلينو او استادانو ته په وينا کې وويل چې عدم تشدد، زده کړه او ملي يووالى د هېواد د ښې راتلونکې ضمانتونه دي.

حامد کرزى چې تېره ورځ کندهار ته راغلى د وري په ٢٥مه يې د کندهار پوهنتون له محصلينو او استادانو سره په يوه غونډه کې ګډون وکړ.

په پيل کې د کندهار پوهنتون رييس ډاکتر حضرت مير توتاخېل د پوهنتون په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې کندهار پوهنتون ٢٥ کاله وړاندې جوړ شوى، خو په دې موده کې يې ډېر پرمختګ کړى دى.

هغه زياته کړه، دا مهال دغه پوهنتون ١٢ پوهنځي، ٤٠ تحصيلي څانګې، د استادانو او نور پرسونل په ګډون ٥٥٨ تنه کارکوونکي لري او د ٤٠٠ نجونو په ګډون په کې ٨٠٠٠ محصلين زده کړې کوي.

دى وايي، دا ټول پرمختګونه په تېرو اوو کلونو کې شوي، په داسې حال کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ وو.

هغه وروستى پرمختګ دا ياد کړ چې دغه پوهنتون د هېواد په کچه د ٦١ دولتي او خصوصي پوهنتونو تر منځ د کيفيت د تضمين په برخه کې لومړى مقام ترلاسه کړى دى.

خو نوموړي د دغه پوهنتون د ستونزو يادونه هم وکړه او ويې ويل چې کندهار پوهنتون د ودانيو د نشتوالي او عادي او پرمختيايي بوديجې له کمښت سره مخ دى چې حکومت يې بايد په هواري کې اقدام وکړي.

د کندهار پوهنتون اړوند د پاچا خان علمي څېړنيز مرکز مشر څېړندوى شېرشاه رشاد وويل چې علمي او اکاډميک بنسټونه د هېواد په سوله او ټيکاو کې مهم رول لري، که دغه مرکزونه نور هم پياوړي شي، نو په دې برخه کې پرمختګ کېداى شي.

هغه زياته کړه، د کندهار پوهنتون پياوړتيا د دې سيمې د تېر برم د بيا را ژوندي کولو لپاره ډېر مهم دى.

نوموړي له حامد کرزي وغوښتل چې د خپل کورني او بهرني اغېز په کارولو دې د دغه پوهنتون د پياوړتيا او پرمختيا لپاره هڅې وکړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي وويل، د خپلې واکمنۍ په پيل کې چې کله يې د نوو پوهنتونونو بسنټ اېښود او يا يې افغان پوهنتونونه له بهر څخه هېواد ته رالېږدول، نو ډېر يې په پايله نه پوهېدل، خو کلونه وروسته يې پايله ويني او هغه دا چې زرګونو ځوانانو د ليسانس، ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې زده کړې کړې چې د هېواد د راتلونکي لپاره ښه زېرى دى.

خو هغه د پوهنې په برخه کې اوسنۍ هڅې کافي ونه ګڼلې او ويې ويل چې د پرمختګ لپاره لا ډېر کار او هڅو ته اړتيا ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.