سرپل (پژواک ٢٥ ورى ٩٤): هغه ٨ مسافر چې په سرپل ولايت کې د بلخاب-سانچارک ولسوالۍ په اوږدو کې د طالبانو له لوري تښتول شوي وو، د قومي مشرانو او د ولايتي شورا د غړو په منځګړيتوب ازاد شوي دي.
د سرپل د ولايتي شروا غړي اسدالله خرم، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادو کسانو له ډلې يې درې تنه تېره اونۍ ازاد شوي او پاتې پنځه نور يې د قومي مشرانو په منځګړيتوب د طالبانو له لوري خوشي کړل شوي دي.
خرم زياته کړه، چې د بلخاب-سرپل ولسوالۍ لار له تېر يوه کال راهيسې ناامنه ده، چې وسله والو کسانو څو ځلې مسافر له يادې لارې تښتولي او بيا يې د پيسو په بدل کې ازاد کړي دي.
نوموړي وويل، چې حکومت تر اوسه پورې له دغو تښتونو څخه د مخنيوي لپاره هېڅ ګام نه دى پورته کړى او "که چېرې دغه لارې ته پام ونه کړي، نو د دولت د وسله والو مخالفينو له لوري د يادې لارې په اوږدو کې برمته کېدنه او باج اخيستل دوام پيدا کړي او د بلخاب ولسوالۍ د خلکو تګ راتګ به له ستونزو سره مخامخ کړي."
يوه قومي مشر سيدابرهيم چې د يادو مسافرو د پرېښودو په موخه يې له طالبانو سره خبرې کړې، وويل: " طالبان وايي چې موږ له تاسو سره هېڅ کار نه لرو، خو د بلخاب ولسوالۍ خلک هم بايد له دولت سره هېڅ همکاري ونه کړي."
د طالبانو له توقيف ازاد شوى محمدحيدر هم وويل، له کوم داسې کار پرته چې ګني د طالبانو له لوري دې جرم ګڼل شوى وي، له څو نورو کسانو سره يو ځاى د هغوى له لوري تښتول شوى و.
نوموړي زياته کړه، که چېرې قومي مشرانو او وکيلانو منځګړيتوب نه وى کړى، نو طالبانو موږ نه ازادولو.
هغه له حکومت وغوښتل، چې د بلخاب لارې د امنيت د ټينګښت لپاره امنيتي تدابير ونيسي، څو خلک په ارامه توګه له يادې لارې تګ راتګ وکړي.
د سرپل امنيه قوماندان پاسوال نورحبيب ګلبهاري وويل، چې حکومت د پنځو تښتول شويو کسانو په ازادولو کې مستقيم رول نه درلود.
دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه وسله والو کسانو د مسافرو موټر درولي او يو شمېر کسان يې له ځانه سره وړي دي، چې له هغه وروسته يې بيا د پيسو په بدل کې خوشې کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن