ميدانښار (پژواک، ۲۵ وری ۹۳): چارواکي وايي چې د ميدان وردګو په بېلابېلو امنيتي پېښو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او يو ژوبل دى.
د دغه ولايت د سرپرست والي وياند عطاالله خوږياڼي د وري په ۲۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د مرکزي بهسودو ولسوالۍ په مرک سيمه کې د ماين چاودنې درې ملکي وګړي وژلي دي.
هغه زياته کړه چې د وژل شوو کسانو عمرونه د ١٥ او ٣٥ کلونو تر منځ وو.
خوږياڼى وايي چې همدا راز د نرخ ولسوالۍ د صدمردي په سيمه کې د ببرک په نوم يو کس چې د خپلې وسلې په ډز ټپي شوى خو د کابل ايمرجنسي په لاره يې ساه ورکړه.
د خوږياڼي په وينا، د عزت الله په نوم د نرخ ولسوالۍ يو بل اوسېدونکی، تېره ورځ د سيداباد ولسوالۍ په تنګي سيمه کې د وسله والو طالبانو له لوري ټپي شوی و، چې د درملنې په موخه د کابل ايمرجنسي روغتون ته لېږدول شوی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن