کابل (پژواک، ٢٥ ورى ٩٤): د بهرنيو چارو وزارت وايي، هغه اته افغان وګړي چې غوښتل يې په غير قانوني ډول اروپا ته ولاړ شي؛ په ايران کې د يوې مافيايي ډلې له خوا وژل شوي دي.
پژواک خبري اژانس داسې معلومات ترلاسه کړي چې د هېواد ځيني وګړي په ايران کې په بېرحمۍ وژل شوي دي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند شکيب مستغني د دې پېښې په اړه وويل چې د بهرنيو چارو وزارت په تهران کې د افغانستان د سفارت او د زاهدانو له جنرال کونسل سره اړيکې نيولې او هغوى ته يې دنده سپارلې چې موضوع تعقيب کړي او ډېر ژر به د پېښې د څرنګوالي په اړه وزارت ته راپور ورکړي.
نوموړي نن په کابل کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل چې ١٣ افغانان پخوا د قاچاق وړونکو د بانډ له خوا په دې ژمنه تېر ايستل شوي چې ګني د ايران له لارې يې اروپايي هېوادونو ته استوي.
مستغني وويل: ((دا افغانان د هېواد د سرحدي دښتو له لارې د پاکستان د بلوچستان دښتو ته لېږدول شوي او وروسته د ايران خاورې سرحدي سيمو ته رسېدلي او په غرنيو سيمو کې يې څه وخت تېر کړى چې هلته يې تر منځ د باج اخيستو موضوع مطرح شوې او له افغانانو يې د پخوانۍ هوکړې خلاف د زياتو پيسو غوښتنه کړې وه.))
د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړه چې دا موضوع د دواړو خواوو تر منځ د اختلافاتو لامل شوې او افغانانو په هغو دريو وسله والو بريد کړى او وژلي يې دي چې د دوى د ساتنې لپاره ګومارل شوي وو.
وروسته د چاقاق وړونکو مشران له دې موضوع خبر شوي او پر افغانانو يې د بريد په کولو سره اته تنه وژلي او څاه ته يې غورځولي دي، د دې ترڅنګ پنځه نور تښتېدلي او شړل شوي دي.
د مستغني د معلوماتو له مخې، ايراني چارواکو د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته مړي له څاه را ايستلي او د هغوى د هويت او قاچاق وړونکو د تثبت په موخه يې څېړنې روانې دي.
هغه زياته کړه چې په ايران کې د افغانستان جنرال کونسل ګومارل شوي چې د جسدونو د هويت تثبيتولو او افغانستان ته د را لېږدولو لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي او له ايران نه هم غوښتنه شوې چې په دې برخه کې هر اړخيزه پلټنې وکړي او مرتکبين د قانون منګولو ته وسپاري.
د بهرنيو چارو وزارت وياند څرګنده کړه چې د ټولو خلکو په ځانګړي ډول د ديني عالمانو مسووليت دى چې د جوماتونو د منبرونو له لارې هېوادوال بهر ته دغير قانوني تګ له سختو خطرونو خبر کړي.
دا په داسې حال کې ده چې پخوا هم په ايران کې په ورته پېښو کې د افغانانو د وژل کېدو خبرونه خپاره شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن