کابل (پژواک، ٢٥ ورى ٩٤): نن سهار د کابل ښار د يوولسمې امنيتي حوزې اړوند ساحه کې دوه ملکي وګړي د ناپېژانده وسله والو له خوا بر ډزو ووژل شول.
د کورنيو چارو وزارت د ١١٩ پوليسو مشر مل پاسوال همايون عيني د سې شنبې په ورځ پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده پېښه نن (وري ٢٥مه) د سهار ٩ بجې د يوولسمې امنيتي حوزې اړوند د عمر فاروق (رض) جومات ته څېرمه رامنځته شوه.
عيني وويل چې بريدګر په يو بې نمبر پلېټه هايلکس موټر کې سپاره وو او د کرولا موټر دوه سپاره يې پر ډزو وژلي دي.
سرچينې زياته کړه چې بريدګرو ملکي جامې اغوستې وې او له بريد وروسته تښتېدلي دي.
د کورنيو چارو وزارت د ١١٩ پوليسو د مشر په وينا، دا دوه ملکي وګړي د کابل ولايت د شکردرې ولسوالۍ اوسېدونکي دي چې مړي يې عدلي طب ته لېږدول شوي دي.
په ورته وخت کې يوه امنيتي چارواکي چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، وويل چې په دې اړه د کابل پوليسو څېړنې پيل کړې دي.
د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن