ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: د جلال اباد داخلي بريد  شخصي عمل و

چارواکي: د جلال اباد داخلي بريد شخصي عمل و

author avatar
14 Apr 2015 - 15:05
چارواکي: د جلال اباد داخلي بريد  شخصي عمل و
author avatar
14 Apr 2015 - 15:05

جلال اباد (پژواک، ۲۵ وری ۹۴): د ۲۰۱ سېلاب قول اردو  چارواکو د ناټو "پرېکنده ماموريت" قوماندانۍ له پوځي مشرانو سره په کتنه کې ويلي چې د "جلال اباد داخلي بريد" د بريدګر سرتېري شخصي عمل و.

د دغو افغان او بهرنيو پوځي مشرانو تر دې ناستې يوه  اوونۍ مخکې د سېلاب قول اردو اړوند د څلورمې لوا يوه  سرتېري په جلال اباد کې پر بهرنيو پوځيانو ډزې وکړې او ۸ بهرنيو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

د ياد بريد په ځوابي ډزو کې د ملي اردو د بريدګر سرتېري په ګډون دوه افغان پوځيان وژل شوي او يو بل سرتېری ټپي شوی دى.

تر دې پېښې وروسته د ننګرهار امنيتي ادارو د پېښې د څرنګوالي په تړاو د جدي څېړونو د پيل اعلان وکړ چې ويل کېږي څېړنې لا هم روانې دي.

د وري په ۲۴مه په ۲۰۱  سېلاب قول اردو کې د قول اردو د قوماندان تورن جنرال محمدزمان وزيري، د ناټو د پرېکنده ماموريت قوماندانۍ مرستيال جنرال پاولو روګيرو (Paolo Ruggero) او د دې قوماندانۍ د کشف مسوول جنرال بيرير (Gen Bereir) په کتنه کې پر نور امنيتي مسايلو سربېره د ياد بريد په اړه هم  خبرې کړي.

د ياد قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي د وري په ۲۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((جنرال وزيري  په دې ناسته کې د جلال اباد د داخلي بريد په اړه د امريکا دفاع وزارت او خلکو ته د ډاډګېرنې پيغام وړاندې کړ او يادونه يې وکړه چې ياد بريد د ملي دفاع وزارت هدف نه دی، بلکې شخصي عمل و، په مقابل کې بهرنيو پوځي مشرانو په دې مسئله کې خپل حسن نيت ښکاره کړ.))

هاتفي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: (( تر اوسه چې د يادې پېښې په اړه څېړنې شوې ښايي چې دا بريد د بريدګر سرتېري شخصي عمل و، نوموړی سرتېری له ۱۸ مياشتو راهيسې د بهرنيو پوځيانو له سپېشل فورس سره د ملي اردو د ملاتړ ډلګي يو سرتېری و او له هغه پخوا يې هم په دو کلن ماموريت کې منفي سوابق نه درلودل.))

د هاتفي زياته کړه، په دې ليدنه کتنه کې د سېلاب قول اردو قوماندان او بهرني پوځي مشرانو پر امنيتي وضعيت، د افغان پوځيانو له لوري د وسله والو پر وړاندې د چاڼيزو عملياتو پر همغږۍ او نورو اوپراتيفي مسايلو خبرې وکړې.

بلخوا د ياد قول اردو له د مطبوعاتي دفتره د وري په ۲۵مه پژواک اژانس ته  په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سېلاب قول اردو قوماندان په دې ناسته کې ويلي چې سرتېري يې د بهاري عملياتو د ترسره کولو لپاره چمتووالی لري.

سرچينه زياتوي، د قاطع ماموريت قوماندانۍ مرستيال جنرال ژوريرديو  په دې ناسته کې ويلي چې د انتقال له پروسې وروسته د سېلاب قول اردو اړوندې سيمو  کې  امنيتي وضعيت تر پخوا ښه شوی دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.