ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فراه په څلورو ولسواليو کې د ګرځنده ټېلېفونونو اسانتياوې نشته

د فراه په څلورو ولسواليو کې د ګرځنده ټېلېفونونو اسانتياوې نشته

author avatar
15 Apr 2015 - 15:18
د فراه په څلورو ولسواليو کې د ګرځنده ټېلېفونونو اسانتياوې نشته
author avatar
15 Apr 2015 - 15:18

فراه(پژواک، ٢٦ وری۹۴):د فراه د بکواه، پرچمن، ګلستان او خاکسفید ولسوالیو خلک شکايت کوي چې په دې ولسواليو کې د "افغان ټېلې کام" له محدودو ټېلېفوني اسانتياوو پرته، مخابراتي اسانتياوې نشته.

په افغانستان کې د "افغان ټېلې کام" او "سلام" د دولتی مخابراتی شرکتونو تر څنګ، د "افغان بېسيم، روشن، اتصالاتو، او ام ټي ان" خصوصي مخابراتي کمپنۍ فعاليت لري.

په يادو څلورو ولسواليو کې يواځې د افغان ټېلې کام شرکت يو شمېر خلکو ته د ټېلېفوني عامه چوپړ (PCO) اسانتياوې برابرې کړي چې له لارې يې خلک يوه دقيقه مکالمه د ١٥ افغانيو په بدل کې تر سره کوي.  

د فراه د ولايتي شورا پخواني غړي او د پرچمن ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالحمید حمید پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ولسوالي ٣٢٠ کلي او شاوخوا سل زره نفوس لري؛ خو تر اوسه هلته د افغان ټېلې کام له محدود فعاليت پرته اړينې مخابراتي اسانتياوې نشته.

ده وویل: "په تېره لسیزه کې مو سل ځله د فراه د مخابراتو ریاست ته د پرچمن د خلکو غوښتنه وړاندې کړې او ترې غوښتي مو دي چې هلته عمومی مخابرتی شبکې فعالې کړي، خو تر اوسه يې اقدام نه دی کړی."

حميد وايي چې اړوندې ادارې دې د دغې ستونزې حل ته جدي پاملرنه وکړي؛ ځکه چې پرچمن د فراه د مرکز شمال ته ٣٢٠ کيلومتره لرې پرته او غرنيزه ولسوالي ده او خلک يې د مخابراتي اسانتياوو د نشتوالي له اړخه له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د دې ولسوالی یو قومي مشر محمد سرور هم ورته څرګندونې کوي او وايي:"د هرو څو کلیو په منځ کې د افغان ټیلې کام يوه "پي سي او" فعاله ده، خو د پرچمن د اکثريت خلکو اقتصاد ښه نه دى او د يوې دقيقې مکالمې په بدل کې ١٥ افغانۍ نه شي ورکولاى.

دی وایی:"د ځینو سیمو خلک حتی افغان ټیلې کام ته هم لاسرسی نه لري او کله چې ورته ډېر ضرور کار پيدا شي، د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ ته ځي تر څو اړیکه ټینګه کړی."

د هغه په وينا، د مخابراتي اسانتياوو د نه شتون له امله د دې ولسوالۍ خلک له ولایتي چارواکو سره اړيکه نه شي نيولاى ترڅو د خپلې سيمې ستونزې ورسره شريکې کړي.

د بکواه ولسوال محمد اسماعیل وايي چې د بکواه خلک هم ورته ستونزه لري.

هغه وویل:"بکواه یوه ډېره پراخه سیمه ده، ۳۶۵ کلي او سلګونه زره نفوس لري، خو یواځې څو محدودو سیمو کې د افغان ټیلې کام "پي سي او" د ځينو خلکو له خوا فعالې شوي، خو له هغو څخه هم ټول خلک ګټه نه شي پورته کولاى ځکه چې بيه يې لوړه ده."

محمد اسماعیل وایي چې څو ځله يې له ولايتي چارواکو غوښتي چې هلته مخابراتي اسانتياوې برابرې کړي، خو تر اوسه دا کار نه دى شوى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.