ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني د خيبر پښتونخوا ايالت له مشر سره د سولې د بهير په اړه خبرې وکړې

ولسمشر غني د خيبر پښتونخوا ايالت له مشر سره د سولې د بهير په اړه خبرې وکړې

author avatar
15 Apr 2015 - 16:07
ولسمشر غني د خيبر پښتونخوا ايالت له مشر سره د سولې د بهير په اړه خبرې وکړې
author avatar
15 Apr 2015 - 16:07

کابل (پژواک ٢٦ ورى ٩٤): ولسمشر اشرف غني او  د خيبر پښتونخوا ايالت مشر د سولې پروسې او د افغان کډوالو د وضعيت په اړه بحث کړى دى.

د دغه پاکستاني چارواکي په مشرۍ يو پلاوى، تېره ورځ کابل ته په يوه ورځني رسمي سفر راغلى دى.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې محمد اشرف غني، نن په ارګ کې د پښتونخوا له اعلى وزير پروېز خټک سره وکتل.

سرچينه کاږي، په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان، پاکستان او سيمه کې د روانو حالاتو، د سولې د پروسې، په خيبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو د وضعيت او د ترهګرۍ پرخلاف د اغېزمنې مبارزې په اړه خبرې وکړې.

د يوه بل خبر له مخې، د خيبرپښتونخوا مشر او ورسره پلاوي يې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم په کابل کې د هغه په دفتر کې کتلي دي.

 د کرزي له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې چې يوه کاپي يې پژواک اژانس ته رالېږل شوې، راغلي چې په دغې کتنه کې دواړو خواوو په افغانستان او پاکستان کې او په ځانګړې توګه د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته د سولې او ثبات د راوستلو په اړه خبرې وکړې.

سرچينه زياتوي، په دې ناسته کې هيله څرګنده شوه، چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه وکولی شي د سولې د خبرو اترو له لارې دواړو هېوادنو کې ناامنيو ته د پای ټکی کېږدي.

په خبرپاڼه کې راغلي، حامدکرزي په افغانستان کې او د ډيورنډ کرښې هغې غاړې ته د قومي مشرانو، علماوو، ښځو او ماشومانو په وژنه اندېښنه څرګنده  او ټينګار يې وکړ، چې د ترهګرۍ او افراطيت د له منځه وړلو لپاره بايد د هغوی فکري او مالي مرکزونه په نښه شي.

نوموړي له طالبانو سره د سولې خبرو د ټينګ ملاتړ په څرګندولو سره ويلي، دغه ستونزې بايد د خبرو اترو له لارې حل شي.

دى وايي: "جګړه او نظامي عمليات نه يواځې د حل لاره نه ده، بلکې د حکومتونو او خلکو ترمنځ بې اعتمادي رامنځ ته کوي."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.