ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو پوليس او څلور وسله وال  وژل شوي

يو پوليس او څلور وسله وال وژل شوي

author avatar
15 Apr 2015 - 14:48
يو پوليس او څلور وسله وال  وژل شوي
author avatar
15 Apr 2015 - 14:48

هرات، کلات، محمود راقي ( پژواک، ٢٦ ورى ٩٤ ) : په درېيو ولايتونو کې د بېلا بېلو امنيتي پېښو پر مهال ٩ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او څلور وسله وال وژل شوي.

د هرات ولايت چارواکي وايي چې په ادرسکن ولسوالۍ کې ديوې چاودنې له امله يو پوليس وژل شوى او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د ادرسکن ولسوال حکمت الله حکمت د وري په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه تېر ماښام د شينډ ولسوالۍ پر لويه لا ره د خواجه عوريا په سيمه کې د پوليسو پر يوه رېنجر موټر شوې ده.

د سرچينې په وينا، ټپي پوليس  روغتون ته لېږدول شوي او د هغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

د يوه بل خبر له مخې ، په کاپيسا ولايت کې ديوې چاودنې له امله د ملي اردو درې سرتېري ټپيان شوي دي.

د کاپيسا امنيه قوماندان  مل پاسوال خواجه فقير احمد صديقي پژواک ته وويل،تېره شپه اله ساى ولسوالۍ ته اکمالات کېدل، چې پر لاره د تګاب ولسوالۍ دشکوټ په سيمه کې د ملي اردو پر ځواکونو چاودنه شوې ده.

د هغه په وينا، چاودېدونکي توکي په يوه ونه کې ځاى پر ځاى شوي وو او د چاودنې له امله درې سرتېري ټپيان شوي دي.

بله خوا د زابل امنيتي چارواکي وايي چې د امنيتي ځواکونو له لوري په ترسره شويو عملياتو کې څلور تنه د دولت وسله وال مخالفين وژل شوي او يوه اندازه وسلې او مهمات يې ترلاسه شوي.

ددې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني پژواک اژانس ته وويل چې دواړه عمليات تېره ورځ مازيګر د شهرصفا ولسوالۍ د خواجه بابا او ارهډ مانده په سيمو کې ترسره شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه ددې پېښو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي ، خو د دوى وياند قاري يوسف احمدي وايي چې تېره ورځ يې د زابل په بېلا بېل ولسواليو کې تر لسو زيات دولتي عسکر وژلي دي.

خو د زابل چارواکي دا ادعا نه تاييدوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.