ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار صنعتکارانو خپلې فابريکې وتړلې

کندهار صنعتکارانو خپلې فابريکې وتړلې

author avatar
15 Apr 2015 - 17:38
کندهار صنعتکارانو خپلې فابريکې وتړلې
author avatar
15 Apr 2015 - 17:38

کندهار ( پژواک، ٢٦ ورى ٩٤ ) : د کندهار صنعتکارانو د برېښنا د نشتوالي له امله خپلې فابريکې تړلي چې له امله يې شاوخوا ٥ زره کسان بې کاره شوي دي.

کندهار مېشتي لسګونه صنعتکاران د وري په ٢٦مه کندهار پريس کلب ته راغلي وو او د خپلو ستونزو په اړه يې خبريالانو ته معلومات ورکړل.

د کندهار د صنعتکارانو د اتحاديې مرستيال او د کاغذ جوړولو د فابريکې مسوول حاجي فيض الحق مشکاني وويل چې د برېښنا د نشتوالي له امله د دې ولايت ټولې فابريکې چې شمېر يې تر ٢٠٠ اوړي، تړل شوې دي.

په دغو فابريکو کې دا مهال پنبه، غوړي، کنجاړه، صابون، يخ، د کارتن لپاره کاغذ، پلاستيکي پايپونه، خوراکي توکي، غير الکولي مشروبات او نور جوړېږي، چې شاو خوا ٥ زره تنه په کې په بېلابېلو کارونو بوخت دي.

هغه زياته کړه، دغه فابريکې ځکه وتړل شوې، چې اوسمهال صنعتي پارک ته يواځې ٣ مېګاواټه برېښنا ورکول کېږي، په داسې حال کې چې صنعتي پارک له ١٠ مېګاواټه زياتې برېښنا ته اړتيا لري.

دى وايي، درې کاله مخکې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې په مرسته د کندهار ښار په دوو برخو ښورندام او باغ پُل کې د لس- لس مېګاواټه په اندازه ډېزلي جنراتورونه نصب شول، چې د درېيو کلونو لپاره يې تېل د امريکا د نظامي انجنيرينګ کمپنۍ او يو ايس اې اډي ادارو له خوا ورکول کېدل.

د ده په خبره، د شوي تړون له مخې د تېلو ورکولو اخري وخت د ٢٠١٣ کال د ډسمبر مياشت وه، خو د هغوى د هلو ځلو په پايله کې د تېلو ورکولو وخت د ٢٠١٤ کال تر پايه وغځول شو او دغه راز پرېکړه وشوه چې د ٢٠١٥ کال تر پايه به اړونده اداره د صنعتي پارک لپاره د تېلو په ورکړه کې هره مياشت ټاکلې فيصدي کمښت راولي او تشه به يې برېښنا شرکت ډکوي.

خو مشکاني وايي چې برېښنا شرکت امکانات نه لري او دغه تشه نه شي ډکولاى، ځکه خو صنعتي پارک ته د برېښنا په ورکولو کې کموالى راغلى دى.

دى وايي، د همدې ستونزې له امله يو خو د برېښنا اندازه کمه (٣ مېګاواټه) ده او له بله پلوه په ورځ کې تر ٣٠ ځله زياته ځي او راځي، چې هغوى ته يې درانه مالي زيانونه اړولي دي.

نوموړي د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې او مرکزي دولت څخه وغوښتل چې د کندهار د صنعتکارانو ستونزې هواري کړي، ځکه پانګوالو خپل  ميلياردونه ډالر پر مشينريو لګولي چې اوس په پټه درېدلي دي.

هغه وويل، د نړيوالې ټولنې او دولت د مرستو په ډاډ ډېرو هغو پانګوالو هم دلته د فابريکو پر جوړولو پيسې ولګولې چې په ايران او پاکستان کې يې د فابريکو تر څنګ ښه امکانات هم لرل.

ده زياته کړه: ((اوسني حالت ته په کتو داسې ښکاري چې زموږ پانګې کنګل شوې، ځکه خو اوس هر پانګوال په دې اند دى چې دلته يې د پيسو په لګولو لويه اشتباه کړې ده.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.